لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان چارواکي: په انټر کانټینینټل هوټل برید کې ۱۸ کسان وژل شوي


افغان چارواکو ویلي امنیتي عسکرو تیره شپه د کابل په انټرکانټینینټل هوټل د وسله والو یرغل سرته رسولی. چارواکو ویلي په دغه برید کې ۱۸کسان وژل شوي چې پکې ۱۴ بهرنیان او څلور افغانان دي.

په افغانستان کې کام اېیر هوايي کمپنۍ په یو بیان کې ویلي په دغه برید کې د دوي ۱۰ کار کونکي وژل شوي چې پکې پېنځه پاېلټان هم دي.

په وژل شوو کې د وینزویلا دوه او یوکراېن د شپږو کسانو د وژلو رپورټونه هم راغلي.

د کابل په دغه پېژندلي هوټل د وسله والو دغه برید تر ۱۴ ساعتو پورې روان وو او تر دې دمه د شپږو وسله والو د وژل کیدو او یا د ځان اولوځولو پښلی شوی دی.

د افغانستان د داخله وزارت ویاند نصرت رحیمي وي او ای ته ویلي په وسله والو کې اخري تن د اتوار په ورځ د هوټل په شپږم چت یا منزل ځان یا الوځولی او یا د عسکرو لخوا وژل شوی. دغه وسله وال د هوټل په دغه منزل اوور هم لګولی.

د ملګرو ملتونو ستر سېکتر انتونیو ګوټیرس د کابل د برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او په برید کې د وژل شوو او ژوبلو کسانو کورنیو سره يې غمرازي کړې.

د افغانستان خارجه وزارت پخلی کړی چې د پاکستان کراچۍ ښار لپاره نوی ټاکل شوی کونسل جنرال عبدالله وحید پویان هم په دغه برید کې وژل شوی. ښاغلي رحیمي ویلي افغان امنیتي عسکرو په عملیاتو کې ۱۶۱ میلمانه چې پکې ۴۱ خارجیان هم وو روغ رمټ د دغه هوټل نه ویستي. د هغه په وینا امنیتي عسکرو د هوټل هره کوټه کتلې او د هوټل ودانۍ يې وسله والو نه پاکه ګرځولی. د افغان امنیتي عسکرو سره په دغه عملیاتو کې نړیوالو عسکرو هم کمک یا مرسته کړې.

افغان طالبانو د دغه برید پړه په غاړه اخستې او په یو بیان کې ویلي د دوي ځان وژونکو دغه برید تر سره کړی. د دغه بیان تر مخه په دغه برید کې يې د افغان او امریکايي امنیتي چارواکو یوه غونډه په نخښه کړې.

یو شمیر افغان خبریالانو چې د برید وروستو يې د دغه هوټل دوره کړې په سوشل میډیا په خپل غبرګون کې لیکلي دوي د هوټل دننه ګڼ مړي لیدلي. د افغانستان طلوع ټي وي د ځېنو امنیتي سرچینو د خلې ویلي په دغه برید کې ۴۳ تنه وژل شوي. خو تر اوسه چارواکو د دغه دعوو پخلی نه دی کړی.

د کابل په دغه هوټل برید هغه مهال پیل شو چې د افغان پوځ په وردۍ یا جامو کې وسله والو چې ځان وژونکي جیکټې يې هم اچولې وې د هوټل اشپزخانې یا باورچي خانې ته ورننوتل. د دغې وروستو دوي د هوټل کانفرنس هال او بیا نورو منزلونو یا چتونو ته ورتلل او په میلمنو يې ډزې کولې. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي د دغه برید په شا د حقاني ترهګرې ډلې لاس دی چې په بهرني هیوادنو کې پناه ځایونه لري.

XS
SM
MD
LG