د افغانستان په لوگر صوبه کې ځانمرگي بريد کې اووه او ننگرهار کې په بمي چاؤدنه کې درې پوليس وژل شوي ، او کابل کې يوه چاؤدنه کې دوه ملکي وگړي ژوبل شوي دي .
د خبري ادارې ای اېف پي ترمخه نن د گل په ورځ د افغانستان په جنوبي لوگر صوبه کې په پوليس يو ځانمرگي بريد شوی ، چې پکې د پوليس د يو مشر په گډون اووه سرتېري وژل شوي دي .
د لوگر صوبې د پوليس مشر عبدالحکيم اسحاقزۍ پخلی کړی چې د پل علم په سيمه کې ځانمرگي بريد کې د پوليس کمانډر او شپږ نور پوليس وژل شوي دي . هغه وئيلي ، حمله کوؤنکي د پوځ وردې اچولې ، او د پوليس مشر دفتر ته په رارسيدو پرې ځانمرگي بريد کړی او ځان يي الوزولی دی .
د خبري ادارې ترمخه هم نن د گل په ورځ د ننگرهار صوبې په سرښار جلال اباد کې د پوليس په گاډي د ريموټ کنټرول يو بم چاؤدنه شوې ، او د پوليس وياند احمدزۍ عبدالزۍ وئيلي د چاؤدنې په نتيجه کې درې پوليس وژل شوي دي .
راپورونه وايي ، پلازمينه کابل کې د سړک غاړې يو بم چاؤدنه شوې ، او په هغې کې دوه ملکي وگړي ژوبل شوي دي .
وسله والو طالبانو لوگر او جلال اباد کې د بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده .
د اتوار په ورځ هم کابل کې د پوليس مرکز باندې يو ځانمرگی برید شوی ؤ ، او يو پوليس افسر پکې وژل شوی ؤ .