لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټرېلیا به په افغانستان کې د عسکرو د جنګي جرمونو د الزاماتو تحقیقات کوي

په افغانستان کې د اسټرېلوي ځواکونو د چلند په اړه چې کومې پلټنې شوي وزیراعظم سکاټ مورېسن یې په اړه وویل دا یو اوږد او دردناک عمل و. هغه وویل دغه تحقیقات د پېچیده مرحلو نه تېر شوي، په دې کې د ژبې مشکلات او د نړیوال قانون مسلې دي. "دا ساده مسله نه ده "

په افغانستان کې د خپلو عسکرو دلاسه د جنګي جرمنو د الزامات د تحقیقاتو دپاره به د اسټرېلیا حکومت خصوصي څېړونکی ګماري چې د الزامات په سر عسکر عدالت ته د وړاندې کوولو اختیار به هم لري.

اسټرېلیا دا ګام په افغانستان کې د خپلو خصوصي ځواکونو د چلند په اړه د کال ۲۰۰۵ نه ۲۰۱۶ پورې پلټنو وروسته اخلي.

د وی او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د جنګي جرمونو د تحقیقاتو زیاتره توجه به په دې الزاماتو وي چې د اسټرېلیا خصوصي ځواکونو په بې رحمۍ د طاقت استعمال کړی او په مبینه توګه یې دلاسه ملکي کسان په غیرقانوني توګه وژل شوي.

د اسټرېلیا د خصوصي څارنوال په رپورټ کې ۵۵ داسې پېښې موندل شوي دي چې د اسټرېلیا ځواکونو پکې په مبینه توګه د جنګ د حالاتو سرغړونه کړې ده. په پلټنو کې دا نه دي کتل شوي چې ایا ځینې فېصلې په ګرمه کې اخیستل شوي دي بلکې د هغه کسانو سره سلوک پکې کتنه شوي ده چې په جنګ کې ښکېل نه وو او یا د جنګ نه بهر شوي وو.

د خصوصي څارنوال د ګمارل کېدو او بیا د هغه د تحقیقاتو نه پس په عدالتونو ته د مقدمو د وړاندې کوولو امکان موجود دی.

په افغانستان کې د اسټرېلوي ځواکونو د چلند په اړه چې کومې پلټنې شوي وزیراعظم سکاټ مورېسن یې په اړه وویل دا یو اوږد او دردناک عمل و. هغه وویل دغه تحقیقات د پېچیده مرحلو نه تېر شوي، په دې کې د ژبې مشکلات او د نړیوال قانون مسلې دي. "دا ساده مسله نه ده "

د استرېلیا د ځواکونو د دلاسه د جنګي جرمونو د الزاماتو د تحقیقاتو دپاره خصوصي څېړونکی به په راتلونکو میاشتو کې ګمارل کیږي چې د کال ۲۰۰۵ نه تر د کال ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې د اسټریلوي ځواکونو د چلند په اړه شوي رپورټ کې شواهد وګوري.

دغه رپورټ په خفیه توګه تیار کړی شوي دی او په یوه هفته کې به شایع کړی شي خو دغه رپورټ به د قامي سلامتیه په خاطر سنسر کړی شوی وي. وزیراعظم مورېسن وویل د عسکرو د چلند په اړه اسټرېلیا د ځینو بې رحمه حقیقتونو سره مخامخ وه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د هوايي پوځ د ځینو دستو په رویه کې د بدلون دپاره به هم یوه ډله جوړیږي. مطبوعاتو ویلي وو دغه خصوصي دستې د جنګ حالات لري.

د کال ۲۰۰۱ راهسې ۳۹۰۰۰ اسټرېلوي ځواکونو په افغانستان کې خدمات ترسره کړي دي، د هېواد ۴۱ عسکر په افغانستان کې مړه شوي چې پکې د خصوصي ځواکونو عسکر هم شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG