لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بغلان ولسوالۍ کې مسلح حمله کونکو اووه انجېنیران تښتولي دي


په بغلا کې پرځای د افغان ځواکونو یو عکس
په بغلا کې پرځای د افغان ځواکونو یو عکس

د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې مسلح تنانو اووه انجېنیران تښتولې دي چې زیاتره هندي شهریان دي.

تښتول شوو انجېنیرانو په بغلان په خواجه الوان ولسوالۍ کې د بجلۍ په پروژه کار کولو او د اتوار، یکشنبې، په ورځ سحر کار ته روان وو چې په کمین کې ناستو مسلح کسانو د ځان سره بوتلل.

د ولایت د پولیس ترجمان ذبیح الله شجاع وي او ای ته وویل په بې درکه کسانو کې دوه افغانان هم شامل دي خو ځايي مطبوعات وايي په تښتول شوو کسانو کې شپږ هندي وگړي شامل دي.

تښتول شوي کسان د یوې هندي کمپنۍ کارکونکي دي چې د بغلان ولایت د مرکز پلخمري سره نژدې یې د برپیښنا په پروژه کار کولو.

په سمدستي توگه کومې ډلې ددغه کسانو د تښتولو ذمه واري نه ده منلي خو په ولایت کې یو شمیر ولسوالیو باندې طالبانو جگړې کړې دي.

په بغلان کې د برېښنا اسانتیاوې د ازبکستان او تاجکستان نه وارد کړی شوي بجلۍ د تقسیم دپاره استعمالیږي.

تیره میاشت د حکومتي ځواکونو سره په جنگ کې طالبانو د بجلۍ یو لوې برج تباه کړی و چې له امله یې د پاتیخت کابل په شمول د شمالي افغانستان گڼ شمېر سیمې د بجلۍ نه محرومې شوې.

په عین حال کې افغان امینتي ځواکونو ویلي د بدخشان کوهستان ولسوالۍ یې د طالبانو څخه بیرته نیولې ده. دغه ولسوالي تیره هفته طالبانو نیولي وه.

په فاریاب ولسوالۍ کې د سړک په غاړه د بم چاودیدو له امله په یو موټر کې اووه ملکي کسان وژل شوي دي. دغه کسان بازار ته روان وو.

او د خالي، شبنې، په شپه، په کندهار ولایت کې درې ځانمرگي حمله کونکو د پولیس مشر عبدالرزاق په کور حمله وکړه. یو حمله کونکی د ودانۍ په دروازه د ځان پورې تړلې چاودیدونکي مواد خلاص کړل او دوه نور بریدکونکي افغان امنیتي ځواکونو په ډزو ویشتل.

عبدالرزاق ورسته وي او ای ته وویل چې نه خو هغه خپله او نه یې د کورنۍ غړي د حملې په وخت په سپین لوبدک کې په کور کې موجود وو. عبدرزاق د طالبانو خلاف جنگیدلی دی او ددې نه وړاندې پرې هم څو حملې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG