د افغانستان په بامیان ولایت کې، د نهې، سه شنبې، په ورځ پرله پسې په دوو بم چاودنو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شو او ۵۰ نور زخمیان شول.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د شیعه مسلک د اکثریت په سیمه کې په تېرو ۱۹ کلونو کې د طالبانو د واک د نسکورېدو راهسې دغه د تشدد لومړۍ حمله وه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ترحمان طارق اریان وویل چاودنې د بامیان په مرکز بامیان کې وشوې او په وژل شویو او زخمیانو کې زیاتره ملکي کسان او ماشومان هم شامل دي.
د ولایتي هسپتال، روغتون، مشر فروغ الدین امیري وویل د ځینو زخمیانو حالت نازک دی او د مړو شمېره زیاتېدلی شي.
په بامیان کې د چاودنو ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخیستي.
او د طالبانو یو ترجمان وویل دوی پکې لاس نه لري او په ملکي خلکو د حملو غندنه کوي.
د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو تردید دا شک پېدا کړی چې ممکنه ده حمله داعش کړي وي. داعش د دې نه وړاندې په کابل کې په شیعه ټولنې د حملو مسولیت منلی دی.
په بامیان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ حمله په داسې حال کې وشوه چې په جنیوا کې د افغانستان سره د مرستندویه ملکونو او ادارو غوڼدې دوام لرو چې پکې ګڼو ملکونو او ادارو د افغانستان سره د مرستو اعلانونه وکړل.