لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ ترجمان افغان کرکټ ټېم ته د بنگله دیش خلاف په گټه مبارکي ورکړې ده


د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال د جنرل غفور د پېغام هر کلی وکړو او شکریه یې ادا کړه
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال د جنرل غفور د پېغام هر کلی وکړو او شکریه یې ادا کړه

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د افغانستان کرکټ لوبډلې ته د بنگله دیش خلاف د شلو اورونو سیرېز کې په گټه امبارکي ورکړه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د افغانستان او بنگله دېش ترمنځ د کرکټ د شل آوریزو لوبو د سیریز درېیمه او وروستۍ لوبه وشوه چې افغانستان وگټله.

د سیریز درېیمه یا وروستۍ لوبه ډیره حساسه وه او آن تر وروستۍ شیبې دا معلومه نه وه چې څوک به یې گټي، خو آخره کې افغانستان یوازې د یوې منډې په توپیر وگټله.

د پاکستان د پوځ ترجمان جنرل غفور د ټوېټر په خپل شخصي اکاونټ افغان ټیم ته مبارکي وویل. هغه د بنگله دیش د ټېم هم ستاینه وکړه چې ښه لوبه یې وکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی د بنگله دېش د ټیم، مشفق الرحیم شو، خو د لوبې د ځیرک لوبغاړي یا سمارت پلېئر اېوارډ، سمیع الله شینواري ته ورکړل شو.

په دوو نورو لوبو کې چې د اتوار ـ یکشنبې، او د نهې ـ سې شنبې په ورځو ترسره شوې، ټاس بنگله دېش گټلی و، خو دا ځل ټاس افغانستان وگاټه او پریکړه یې وکړه چې بیټنگ (توپ وهنه) به کوي.

په لومړي میدان کې افغان لوبډلې وکړای شول د شپږو ویکټو په سوځېدو، ١۴٥ منډې جوړې، او بنگله دېش ته ١۴٦ هدف وټاکي. په دې کې تر ټولو ډېرې منډې سمیع الله شینواري جوړې کړې چې ٣٣ منډې وې. اصغر ستانکزي ٢٧ رنزونه او محمد شهزاد ٢٦ رنزونه جوړ کړل. راشد خان د لوبې په آخره کې راغی او یوه منډه یې وکړه، خو اوټ نشو.

په دویم میدان کې، تمیم اقبال چې د بنگله دېش تکړه بېټسمن (توپ وهونکی) دی، یوازې پنځه منډې وکړې او دروېش رسولي هغه کیچ اوټ کړ.

بنگله دېش لوبډله په وروستي آور کې سختې حساسې شیبې لرلې، او په وروستي بال کې یې باید څلور منډې کړې وې. بال سخت ووهل شو، خو شفیق الله شفق وکړای شول هغه د میدان په څنډه کې قابو کړي. بنگله دېش د شپږو ویکټو په سوځېدو، ١۴۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان د نهې ـ سې شنبې په ورځ، د شپږو ویکېټو په توپیر، له بنگله دیش نه د شل آوریزو لوبو دویمه لوبه هم وگټله.

په لومړۍ لوبه کې، د افغانستان کرکټ لوبډلې، د بنگله دېش کرکټ لوبډلې ته په ۴٥ ماته ورکړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG