لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان مهمه بريا، ویسټ انډیز ته يې ماتې ورکړه


د افغانستان کرکټ لوبډلې په یوه مهمه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د نړیوال کپ په غوراوي سیالیو کې یې د شپږو لوبډلو له منځه لومړنۍ ګټه تر لاسه کړه.

د نړیوال کپ په غوراوي سیالیو کې دا وخت د شپږو لوبډلو سیالۍ روانې دي او افغانستان په دغو سیالیو کې د دوو نورو لوبو ګټلو ته اړتیا لري.

ویسټ انډیز لومړی بېټنګ وکړ او افغانستان ته یې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبغاړو په اسانه پوره کړ.

د افغانستان لوبډلې د ویسټ انډیز خلاف غوره لوبه وکړه، په خاصه توګه بالنګ یې ډېر ښه وکړ. مجیب الرحمن په دې لوبه کې درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

دا سیالۍ په زمبابوې کې روانې دي او که چېرې افغانستان په دوو غوره لوبډلو کې یو مقام تر لاسه کړي، نو د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د لوبېدو موقع به وګټي.

افغانستان له دې وړاندې د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې درې لوبې بایللې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG