لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ملي پوځ به ډیر زر د دښمن پرضد بلېک هاک چورلکې وکاروي


په افغانستان کې مېشت امریکايي عسکر په خپلو عملیاتو کې د ډیرو کلونو راهسې بلېک هاک نومې هیلي کاپټرې کاروي خو ډیر زر به افغان ملي پوځ هم د دښمن پرضد جګړه کې دغه الوتکې کارول پیل کړي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري اېجنسۍ تر مخه ددغې مقصد لپاره د امریکايي سلاکارانو لخوا د افغانستان کندهار ولاېت په یو هوايي مرکز کې د افغان هوايي عسکرو د روزنې یا تربېې کار به ډیر زر سر ته ورسي او افغان عسکر به د مې میاشتې نه د روس د وختو اېم-ون چورلکو پرځاېې امریکايي جوړ بلېک هاک چورلکې الوځول پیل کړي.

د امریکايي هوايي ځواک یو مشر میجر ټېډ راجر، چې د دغه روزنې او تربېې مشري کوي ویلي افغان هوايي پوځ لپاره دغه کار ډیر ګټه ور دی: ٫٫ د افغانستان هوايي پوځ سره موجودې اېم-ون هيلي کاپټرې نورې د الوت لپاره سمې نه دي. نو اوس مونږ د افغانستان هوایي پوځ له دغه بلېک هاک چورلکې ورکوو. دغه چورلکې په افغانستان کې روانه جګړه مخکې بوتلی شي او دغه هیواد به د دښمنانو وساتي.٬٬

Black Hawk helicopter
Black Hawk helicopter

د افغانستان هوايي پوځ تر مخه دا مهال دوي سره د روس جوړې ۴۶ ایم-ون چورلکې شته خو په دغو کې یواځې ۲۵ الوت کولی شي او پاتې نورې یا خو د سمیدو کار غواړي او د الوته وتلي دي.

افغان هوايي ځواک ته د بلېک هاک چورلکو ورکول د هغه پلان برخه ده چې افغان هوايي پوځ قوي کړی شي. افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په شمول د امریکا او ناټو په مرسته د خپل هوايي پوځ قابلیت او اهلیت قوي کول غواړي او د دغې مقصد لپاره امریکا په اوو کالو کې ۸۱۴ مېلینه ډالره مصرف هم کوي.

د افغان هوايي پوځ قوي کولو په دغه منصوبه کې د بلېک هاک چورلکو سره سره د وړو (ای- سي ۲۰۸) څارونکو الوتکو، د (ای-۲۹) برید کونکو الوتکو په شمول د (اېم- ډي ۵۳۰) برید کونکو چورلکو ورګډول هم شامل دي.

په قندهار کې د ابتدايي روزنې وروسته به افغان پاېلټان د دغه نوو الوتکو تربېې او د خصوصي عملیاتو لپاره نور تربېیه کیږي.

۲۵کلن لېفټېننټ مسیح الله کاکړ په چېک جمهوریه کې د پاېلټۍ لومړۍ تربېې وروسته په کندهار کې د بلېک هاک چورلکو الوځولو تربېیه ترلاسه کړې. هغه وايي زمکني عسکر د جګړې په مهال سمدستي د نور پوځ او وسلو او الاتوکمک غواړي او دغه کار یواځې دغه بلېک هاک چورلکې کولی شي.

په خپل څنګ کې ولاړې بلېک هاک چورلکې ته د اشارې په مهال ښاغلی کاکړ وايي: ٫٫ دا یوځېنۍ چورلکه ده چې مونږ زمکني پوځ ته سمدستي رسولی شي او د دوي کمک کولې شو، دا چورلکه تیزه او طاقتوره ده.٬٬

د خپل لومړي کامیاب الوت وروسته مسیح الله کاکړ ډیر خوشحاله وو او زیاتوي د خپلې خاورې دفاع زمونږ لومړۍ ذمه واري ده: ٫٫ دا زمونږ ذمه واري ده چې خپل هوايي سرحدونه هم خوندي وساتو، کله چې زمونږ هوايي سرحدونه خوندي وي زمونږ اولس به د سولې ډک ژوند وکړی شي.٬٬

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG