لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د لسو میلیونو ډالرو د پولو د امنیت امریکايي وسایل په افغانستان کې بې کاره پاتې شوي


په افغانستان کې د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت د پولې د امنیت ساتلو له وسایلو څخه هېڅ ډول کار نه دی اخیستل شوی او د تېرې یوې لسیزې راهیسې هسې بې کاره پراته دي.

دغه خبره د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل یوه نوي راپور کې کړېده.

د پولې یا سرحد د امنیت ټینګولو لپاره دغه وسایل تر لسو کالو مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا ددې لپاره اخیستل شوي و چې په پولو باندې د افغانستان د حکومت وړتیا ښه کړي ترڅو سوداګریز قاچاق کم، ګمرکي چارې پیاوړې او ملي عایدات لوړ شي.

پدغو وسایلو کې ۸ سرحدي دروازې هم شاملې دي.

د سیګار د هغو پلټنو له مخې چې د روان ۲۰۱۷ کال په مارچ او اپریل میاشتو کې ترسره شوې موندل شويدي چې ددغو سرحدي وسایلو څخه یواځې یوه یې چې په کابل کې ده فعاله ده او د نهو عشاره اته څلویښت میلیونو ډالرو په لګښت نورې یې په یوه ځای کې هم فعالې نه دي.

له دغو ځینو سرحدي وسیلو څخه حتی د تیرو دوو کلونو په موده کې هم کار نه دی اخیستل شوی.

په راپور کې وړاندې راغلي دي چې د ان ټو په نامه ددغو سرحدي وسیلو په نه کارولو سره په پولو باندې د سوداګریز قاچاق او د نشي موادو د قاچاقو مخه نه نیول کیږي.

سیګار ددغو سرحدي وسایلو انځورونه هم خپاره کړیدي.

افغان چارواکو ددغو وسایلو د نه کارولو دلیل دا په ګوته کوي چې ددغو وسایلو د کارولو په برخه کې ورته کافي کسان نه دي روزل شوي او حتی که وړه تخنیکي ستونزه هم رامنځته شي نو د جوړېدو په برخه کې بیا پرې څوک نه پوهیږي.

خو ددغې پروژې لپاره امریکا د ۵۹ او ۶۲،۶ میلیونو ډالرو پورې ځانګړي کړي وه چې په ۱۲ میلیونو به دغه وسایل رانیول کیږي په ۳۶،۵ میلیونو به ورته خلک روزل کیږي او دغه وسایل به فعالوي او له ۱۰،۸ څخه ۱۴،۴ میلیونو پورې به ددغو وسایلو په حفظ مراقبت یا ددوي د تخنیکي ستونزو په حل باندې لګول کیږي.

XS
SM
MD
LG