لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برتانيې د دفاع اؤ بهرنيو چارو وزيران افغانستان ته رسيدلي دي


د برتانيې د دفاع اؤ بهرنيو چارو وزيران افغانستان ته رسيدلي دي

د برتانيې دبهرنيو چاروددفتر څخه جاري شوى بيان وائي دبرتانيې دنوي ائتلافي حکومت دبهرنيو چارو وزير وليم هيگ او ددفاع وزير ليام فاکس دافغانستان صدر حامد کرزي سره دليدنې او ددغه هيواد دوضعيت دنزدې څخه ليدلو لپاره په لمړي ځل افغانستان ته رسيدلي دي.

د بهرنيو چارو او ددفاع وزيران او دنړيوالې پرمختيا سکتر اډريو ميچل به دصدر کرزي ترڅنگ دافغان وزيرانو او برطانوي پوځيانو سره ويني او دبرطانيې په مرسته جوړې شوې پرمختيائي پروژې څخه ليدنه کوي.
دبرتانيې نوى حکومت چې دمئ په شپږمه نيټه شوؤ ټاکنو په نتيجه کې رامينځته شوى وائي دهغوي دبهرنۍ تگلارې ترجيح دافغانستان لپاره ستراتيژي ده چې دغلته برطانيه دطالب ياغيانو سره جگړې لپاره 9500 پوځيان لري.
دبهرنيو چارو ددفتر په بيان کې راغلي دي افغانستان ته دبرطانوي پوځيانو ددغه سفر مقصد دافغانستان په وضعيت په ښۀ ډول پوهيدل او هاغه نور کارونه کول دي چې مونږ ورته اړتيا لرو.
دبرطانيې دبهرنيو چارو وزير وليم هيگ پخپل يو بيان کې وئيلي دي دافغانستان په هکله زمونږ اوليت دا دى چې دغلته په وضعيت قابو وموندل شي، دا زيات وخت، انرژۍ او هڅو ته اړتيا ولري.
ددفاع وزير فاکس وائي هغه غواړي په ځمکه پوځي وضعيت وويني ، دلوړپوړو پوځي کمانډرانو او دافغان وزيرانو سره ليدنې وکړي.
همدغه راز ميچل وائي دبرطانيې دکوڅو خوندي کولو لپاره به غربت کمول،په افغانستان کې امنيت ټينگول او تندلاريتوب ته ماتې ورکول وي.

XS
SM
MD
LG