د چین خارجه وزیر وانگ يي د نهې ، سه شنبې، په ورځ وویل په چاینا پاکستان اکنامک کاریډور منصوبه، سي پېک، کې د افغانستان په شاملولو به غور کوي.
ښاغلي وانگ دا خبره د چین په کوربه توب د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف سره د درې اړخیزه غونډې په موقع وکړه. د چین سرښار بیجنگ کې دا د دریو واړو هیوادونو وړمبۍ غونډه وه.
وانگ وویل "نو چین او پاکستان د افغانستان سره په شریکه، د گټي په اصولو او د مناسبو زریعو په استعمال، چاینا پاکستان اکنامک کاریډور افغانستان په غځولو رضا شوي دي.
هغه وویل درې واړه ملکونه د هم اهنگۍ، د وړو منصوبو سر ته په رسولو افغانستان په سي پېک کې شاملولی شي.
په دې موقع د پاکستان خاجه وزیر خواجه اصف وویل چین او پاکستان "د اوسپنې وروڼه" دي او زیاته یې کړه سي پېک د سیمه ایز هیوادونو ترمنځ اقتصادي پرمختگ او د رابطو په زیاتولو کې مهم کردار ادا کولی شي.
"د سي پېک په کامیابۍ عملي کیدل به د افغانستان او د ایران په شمول د گاونډي هیوادونو او د مرکزي او مغربي ایشیايي دپاره د ددې قسمه منصوبو دلارې د همکارۍ او روابطو یو مثال جوړ شي،" خواجه اصف وویل.
رایټرز خبري اداره وايي چین د افغانستان او د پاکستان د یوځای کولو کوښښ ددې ویرې په وجه هم کوي چې د افغانستان او پاکستان څخه مذهبي تندروي د چین د مسلمانانو اکثریتي صوبې سنکیانگ ته خوره نشي.
رایټرز هم په دې وجه چین غواړي چې د افغانستان او د پاکستان تعلقات ښه شي او دواړه هیوادونه په شریکه په خپلو هیوادونو کې د تشدد مخه ونیولی شي. چین د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوښښ کړی و خو په کال ٢٠١٥ کې دغه هلې ځلې په ابتدايي پړاو کې نسکورې شوې.
وانگ وویل چین به د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو حمایت جاری ساتي او په دې لړ کې به ضروري سهولتونه هم برابروي.
چین د "بېلټ اینډ روډ" یا د کمر بند او د سړک د تگلارې د لاندې د نوي دور د ریشمو لاره قایمول غواړي چې دا رنگ د سیمه ایز هیوادونو ترڅنگ د ځمکې دلارې منځني ختیځ او یورپ سره ځان په اقتصادي توگه وتړي.