لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما: افغانستان کې په هوايي بریدونو کې ۲۱ عام خلک وژل شوي


د نهې یا سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو اعلان کړی د ادارې لومړۍ پلټنې ښايي د افغانستان حکومتي عسکرو لخوا په نژدیو کې ترسره شوي هوايي بریدونو کې یوویشت عام وګړي وژل شوي چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې د اولسي وګړو د وژنو دغه تازه پېښې د هیواد په کاپیسا او وردګ ولایتونو کې د خالي او اتوار په ورځ ترسره شوي. د ځايي چارواکو ترمخه په دغه ولایتونو کې افغان عسکرو د اتحادي ځواکونو په مرسته په دغه سیمه کې د طالبانو پرضد عملیات ترسره کړي وو.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ادارې (یوناما) د دواړه پیښو په اړه د تیار شوي رپورټ لومړي جزیاتو شریکولو په وخت په روان کال کې په هوايي بریدونو کې د اولسي وګړو د وژنو په زیاتیدونکي شمیره هم سختې اندېښنې ښودلي.

یوناما په خپل رپورټ کې ویلي د میدان وردګ په جغټو اولسوالۍ یا ضلع کې په هوايي ډزو کې د اتوار په ورځ یو کور په نخښه شوی چې پکې دولس عام خلک وژل شوي. د رپورټ تر مخه ٫٫ په دغه پېښه کې وژل شوي ټول کسان د یوې کورنۍ ښځې او ماشومان وو. د وژل شوو لسو ماشومانو عمرونه د ۶ نه تر پېنځلسو کلونو په منځ کې وو او په دغو کې ۸ جېنکۍ وې.٬٬

افغان چارواکو ویلي په دغه برید کې د طالبانو یو بندي خانه یا جیل په نخښه شوی او د دغلته نه ۸ کسان ازاد کړی شوي هم دي. د چارواکو په وینا ازاد کړل شوي زیات تره د افغانستان د خصوصي عسکرو کسان یا کمانډوز دي. چارواکو دعوه کړې چې په دغه عملیاتو کې تر څلوېښتو پورې وسله وال وژل شوي هم وو.

دکاپیسا په تغاب اولسوالۍ کې شوې دویمې پېښې کې هم په هوايي برید کې د یو ځايي استاد کور په نخښه شوی او پکې ۹ عام خلک وژل شوي. د یوناما تر مخه په وژل شوو کې ۴ ماشومان او ۳ ښځې وې.

د یوناما د پلټنو تر مخه په دغه پېښه کې وژل شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې پکې د ماشومانو نیا او نیکه هم شامل وو. د ماشومانو عمرونه د ۲ کالو نه تر دولسو کالو په منځ کې وو. په دغه برید کې ژوبل شوو ۶ کې ۵ بیا ښځې او یو ماشوم وو.

د امریکايي پوځ لخوا د ګل په ورځ خپور شوي یو بیان کې په کاپیسا کې په هوايي برید کې د ۶ حکومت پلوه ملیشه غړو د وژل کیدو پخلی شوی. خو په دغه بیان کې د عامو خلکو د وژنې خبره رد شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن بیا بیا په جنګ کې ښکیلو ټولو ډلو غږ کوي چې د جګړې په وخت دې د اولسي وګړو د خوندیتوب خیال وساتل شي. او د داسې قسمه پېښو په وخت د بې پلوه او ازادو پلټنو ضمانت ورکوي.

د یوناما لخوا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د افغان عسکرو او د دوي اتحادي بهرني عسکرو لخوا په هیوايي بریدونو کې د عامو خلکو په وژنه کې ۵۲ سلنه زیاتوالی لیدل شوی. د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو دغه ادارې خبرداری ورکړی د نیمايي کال د اولسي وګړو د وژنو رپورټ خپرولو وروسته هم په افغانستان کې په هوايي بریدونو کې د عامو خلکو د وژلو شمیره په سیوا کیدو ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG