لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان عالمان: د طالبانو، داعش او د نورو ډلو جګړه ناروا او د اسلام خلاف ده


دیني عالمانو په افغانستان کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو څخه په کلکه غندنه وکړه اوپه هیواد کې د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو روانه جګړه ناروا او د اسلام خلاف وبلله

د افغانستان دیني عالمانو ترهګریز او ځانمرګي بریدونه په افغانستان او ټوله نړۍ کې حرام وبلل.

دیني علمانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د یوې پراخې غونډې په مهال وویل ځانمرګي او انتحاري حملې د اسلام او د بشریت ضد اعمال دي.

همداراز دیني عالمانو په افغانستان کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو څخه په کلکه غندنه وکړه اوپه هیواد کې د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو روانه جګړه ناروا او د اسلام خلاف وبلله.

دافغانستان دیني علماو د ځانمرګو بریدونو په تړاو دپاکستان د دیني علماوو وروستي فتوا ته په اشارې وویل دغه فتوا ناقصه او نیمګړې ده او د پاکستان علماو په دې ډول فتوا وښوده چې د دین احکام یوازې په خپل ځان پورې انحصار کړي دي.

د افغان علماؤ د څرگندونو نه وړاندې د پاکستاني عالمانو یوې ډلې په اسلام آباد کې په یوه فتوا کې د پاکستان پرضد هر ډول ترهګریز برید د اسلام له نظره حرام ټاکی و.

د پاکستاني عالمانو په فتوا افغانستان سخت ردعمل وښودلو او د اسلامي ارزښتونو د ملاتړ د شورا مشر عبدالقادر قانت په کابل کې یوې غونډې ته وویل "پاکستاني عالمانو د ترهګریزو بریدونو په اړه دغه فتوا ډیره ناوخته ورکړېده او ډیر سیاسي اړخ ځکه لري."

څېړونکي وايي پاکستان تل د هغو ترهګرو په وړاندې توند غبرګون ښودلی کوم چې د پاکستان د دولت پرخلاف جګړه کوي خو د هغو ترهګرو په اړه هېڅ هم نه وايي څوک چې په افغانستان او کشمیر کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

په کابل کې د ترهگرۍ په اړه د عالمانو د څرگندونو نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حق مل روان په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00

XS
SM
MD
LG