لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : په بډو رشتونو کې دوه وارې اضافه شوې ده


Corruption

په افغانستان کې د بډو رشتونود څار غېر دولتي ادارې یا (انټگريټي واچ افغانستان)پخپل تازه رپورټ کې ویلي د تيرو دوؤ کلونو په دوران په افغانستان کې بدعنوانۍ کې دوه چنده اضافه شوې ده.

په کابل کې انټگريټي واچ افغانستان لخوا دزيارت په ورځ جاري شوي دغه رپورټ ترمخه دافغانانو څخه اکثره دا مني چې په ملک کې دپوليس محکمه او عدليه دحکومت تر ټولو زياتې بدعنوانه ادارې دي.
امريکا او دائتلافيانو لپاره به يې دا دپريشانۍ څخه ډک انکشاف ځکه وي چې افغانستان ته ورکړل کيدونکو په کروړونو ډالرو څخه دنړيوال امداد يوه لويه برخه دافغان پوځ دپيشه وارانه صلاحيتونو سيوا کولو او دهغوي دوقار په ښه کولو خرڅ کيږي ترڅو هغوي دخپل هيواد دامنيتي ذمه واريو سمبالولو جوگه شي.
دسروى دشميرې له مخې تير کال افغانانو خواؤشا يو ارب ډالره درشوت په توگه ادا کړي چې په کال 2007م کې درشوت دورکړل شوي رقم دوه چنده دي او درشوت په توگه ورکړل شوى رقم دافغانستان دکليز بجټ دټول ماليت ددريمې برخې برابر دى.
تنظيم وائي په سرکاري ادارو کې دبدعنوانۍ داضافې له امله زياتره غريب افغانان اغيزمن کيږي ځکه چې په کليوالو سيمو کې دبدعنوانۍ جرړې زياتې ژورې شوي ، دغلته دطالب جنگيالو اثرورسوخ سيوا دى اؤ دنيټو ځواکونو دهغوي دهلو ځلو راکمولو په ترڅ کې دافغان حکومت دواکمنۍ ټينگولو هڅې کوي.
دبدعنوانۍ دمخنيوي ددغه سروى په دوران دافغانستان د34ؤ څخه 32ؤ ولايتونو کې تر شپږ نيمو زرو پورې کسانو سره مرکې شوي دي.
دهغوي څخه 28ؤ فيصدو کورنيو تير کال درشوت ادا کولو اعتراف کړى او دهغوي څخه د78ؤ فيصدو تعلق دهيواد دکليوالو سيمو سره دى.
د50ؤ فيصدو افغانانو په فکر په سرکاري محکمو کې دمخ په زياتيدونکې بدعنوانۍ گټه طالب ياغيانو ته رسيدلې ده.
زياتره رشوت په عدالتونو کې پخپل حق کې دفيصلو او دپوليسو دتحفظ ترلاسه کولو لپاره ادا کړل شوى دى.
په دې کې اوسطاً يو سرکاري افسر ته 180 ډالره درشوت په توگه ادا کړل شوي چې دکوم سرکاري ملازم دڅو مياشتو دتنخا برابرې پيسې دي.
دسروى رپورټ ترمخه دبجلۍ، پاسپورټ، قومي شناختي کارډ ترلاسه کولو او دتعليم او روغتيا اسانتياوؤ ته رسد لپاره هم افغانانو په عمومي توگه درشوت نه کار اخستى دى.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي بیا بیا ژمنې کړي چې هغه به دحکومت څخه دبدعنوانۍ ختمولولپاره هڅې کوي.
دامريکا لخوا هم په افغانستان حکومت فشار دی چې ددرغليو څخه پاکې واکمنۍ ته دودې ورکولو لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG