د افغانستان د کرکټ لوبډلې د شلو اورونو په لوبو کې د ډیرو رنزونو جوړولو نوی ریکارډ جوړکړو.
افغانستان نن په هند کې د اير لینډ په ضد د شلو اورونو په یوه لوبه کې د درې لوبغاړو په سوځیدلو ۲۷۸ رنزونه جوړ کړل.
د افغانستان تکړه بیټسمین حضرت الله ځاځي په دې لوبه کې بغېر د سوځیدلو په ۶۲ بالونو ۱۶۲ رنزونه جوړ کړل چې پکې ۱۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې وې.
ځاځی په نړۍ کې دویم لوبغاړی شو چې د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. داسټریلیا اېرن فنچ د شلو اورونو په لوبه کې تر ټولو زیات ۱۷۲ منډې جوړې کړي.
د افغانستان د ۲۷۸ منډو په ځواب کې د اېیرلېنډ لوبډلې په مقرره ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې. افغانستان دغه لوبه په ۸۴ منډو وګټله.
د افغانستان لخوا راشد خان د اېیرلېنډ ۴ او مجیب الرحمان او فرید احمد یو یو لوبغاړی سوځولی.
ددې نه وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې ایرلنډ ته په پنځو ویکټو نو ماتې ورکړې وه
افغانستان دا مهال د ۲۰ اورونو په نړیوالې درجه بندۍ کې په اتمه او ایرلنډ په ۱۷ درجه دی
د افغانستان د او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبې د هند په دهرادون راجیو گاندهي نړیوال میدان کې کیږي .