لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ۱۹کلنه لوبډله نړیوال کرکټ جام کې ګډون لپاره نیوزیلنډ ته روانه شوه


د آسیايي سیالیو اتله افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د نولس کلنو نړیوال کرکټ جام کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ نیوزیلنډ ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډلې ته د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ښې لوبې کولو په موخه هراړخیزه روزنه ورکړل شوې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې افغان لوبډلې ته به په نیوزیلنډ کې هم روزنه ورکړل شي او د نړیوال جام له پیل څخه وړاندې به یو لړ تمریناتي لوبې هم ترسره کړي.

هغه وویل "په بیلابیلو برخو کې د ښه چمتوالي په موخه لوبډله نیوزیلنډ کې هم تمرینات لري ترڅو په نړیوال جام کې له ښو تیاریو سره د لوبو ډګر ته ووځي".

د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د ۲۰۱۸ کال د جنوري په دیارلسمه نیټه په نیوزیلند کې پیل کیږي، چې په کې شپاړس هیوادونه برخه لري.

افغانستان له پاکستان، سريلانکا او ایرلیند سره په (D) ګروپ کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي عیسوي کال د جنوري په دیارلسمه له پاکستان سره کوي.

افغانستان له دې مخکې د پاکستان نولس کلنې لوبډلې ته په آسیايي جام سیالیو کې سترې ماتې ورکړي او د دغه جام اتلولي یې ګټلې ده.

د افغان نولس کلنو لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږي، چې دغه لوبډله به په نړیوال جام کې هم ښه وځلیږي.

اوسمهال ویسټ انډیز د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام اتل دی.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای د اشنا څانگې نه اخیستل شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG