لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ قامي لوبډله د نړۍ غوره توپ اچونکي لري


د وېسټ انډیز پرضد د افغانستان د کرکټ قامي لوبډلې د بریا وروستو د کرکټ لوبې پوهان ګڼي د افغانستان کرکټ لوبډله دا مهال په نړۍ کې تر ټولو غوره بالران یا توپ اچونکيلري.

د نړیوالو سیالیو په دویم پړاو یا سپر سکس کې د وېسټ انډیز پرضد لوبه کې د افغانستان تنکي مجیب ځدران د دریو لوبغاړو سوځولو سره د افغانستان د سپېن بالرانو طاقت نړۍ ته نور هم ښکاره شو.

د وېسټ انډیز پرضد د سپر سکس دغه لومړۍ لوبه د فشار ډکه لوبه وه او هم په دغه لوبه کې د مجیب ځدران لخوا د نړۍ پیژندلی توپ وهونکی کرېس ګېل سوځول په سپېن بالنګ کې د افغانستان ښه راتلونکی ښايي چې د نړۍ هر یو تکړه لوبډلې پرضد کامیابیدی شي.

هم د افغانستان په دغه لوبه کې د افغانستان یوه بله بریا د محمد نبي لخوا د ۱۰۰ وکټو ترلاسه کول وو. محمد نبي د نړۍ په غوره ال راونډرانو (توپ وهونکی او اچونکی) کې یو ګڼل کیږي.

د فرورۍ په میاشت کې د عرب اماراتو او زمبابوی پرضد د ځوان مجیب ځدرانغوره بالنګ د پاکستان پخواني تیز بالر وقار یونس په کم عمرۍ کې د ۵ لوبغاړو د سوځولو ریکارډ یا جاېزه هم په خپله نامه کړی. د زمبابوې پرضد لوبه کې مجیب ځدران ۵ لوبغاړي سوځولي وو او ۵۰ منډې يې ورکړې وې.

د افغانستان سپېن بالنګ یو بل غوره لوبغاړی راشد خان هم دی. راشد خان دا وخت د کرکټ نړیوال کونسل یا شورا لخوا د هندوستان بهومرا تر څنګ د نړۍ تر ټولو غوره بالر هم ټاکل شوی دی.

د زمبابوې پرضد سیالیو یا سیریز کې راشد خان ۱۶ لوبغاړي سوځولي وو او د دغې وروستو په نړیواله کچه غوره بالرانو کې مهم ځاې ترلاسه کړی.

راشد خان د افغانستان قامي لوبډلې تر څنګ د هندوستان ايي پي ایل، د اسټریلیا بګ بېش او د وېسټ انډیز کېریبین پریمیر لیګ کې هم لوبیږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG