لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کرکټ مینه وال په ټوېټر او فیس بوک څه وايي؟


د افغانستان د ١٩ کالو څخه د لږ عمرو لوب‌‌‌‌‌‌ډله
د افغانستان د ١٩ کالو څخه د لږ عمرو لوب‌‌‌‌‌‌ډله

له پاکستان څخه تر ګټلو وروسته د افغانستان د ١٩ کالو څخه د لږ عمرو لوب‌‌‌‌‌‌ډلې د لومړي ځل لپاره د کرکټ اسیایي اتلولي ترلاسه کړه او د کرکټ مینه والو یې په ټولنیزو رسنیو تود هرکلی وکړ.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي دي، "زه خپلو ۱۹ کلنو اتلانو ته مبارکي وايم ، دوي اوس د اسيا نوي اتلان شول، او زه پرې وياړم".

د افغانستان اجرایه ریس، عبدالله عبدالله په ټويټر ليکلي، "مونږ اتلان شو، زه وياړم او ملت ته ددې ویاړلې تاریخي بريا مبارکي وايم، افغان ۱۹ کلنو تاريخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې د اسيا کپ هېواد ته راوړ."

د ډیوې په فیسبوک پاڼې هم ګڼو بې شمېره مینه والو افغان کرکټ ټیم ته د

بریا مبارکي ویلي.

روح الله میر لیکلي دي، د الله پاک نه دا غوارم چه زما هېواد د کرکت په څېر په سیاست، اقتصاد، آبادی، سوله، یوالي او د ژوند په مختلفو برخو کې همداسې بریالی شي.

فراز هوتک لیکلي د افغانستان د کرکټ ټیم بریا دې لرو بر ټولو پښتنو ته مبارک وي.

ګڼو نورو بیا لیکي، پداسې حال کې چې افغانستان دا مهال له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی، د کرکټ بریا به د ډیرو دردېدلو افغانانو په خولې موسکا او خندا خپره کړي.

افغان لوبډلې په فاینل کې پاکستان ته په ۱۸۵ منډو ماتې ورکړه او پدې سره یې د کرکټ د اسیايي شورا د ځوانانو ګپ وګاټه.
پدې لوبو کې چې په مالیزیا کې وې، پاکستان پچه وګټله خو د بالینګ یا توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
افغانستان بیټنګ وکړ او پاکستان ته يې د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه خو د پاکستان ټوله لوبډله بیا په ۶۳ منډو په درویشتم اوور کې وسوځېده.
افغان بېټسمینانو ښه پيل درلود، د دې لوبې غوره لوبغاړی اکرام علي خیل وو، هغه ۱۰۷ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. رحمان الله ګربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او داریوش رسول بیا ۱۸ منډې وکړې.

د افغانستان غوره بالر مجیب الرحمن وو، هغه د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول او یو یې رن اوټ کړ.

قیس احمد کامه وال هم ښه با لینګ وکړ او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

اکرام علي خیل د لوبې غوره لوبغاړی او مجیب الرحمن بیا د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو.

افغان نوولس کلنو کپټان نوین الحق دا بریا د ټول افغانستان بریا وګڼله.

دا لومړی وار دی، چې افغانستان د اسیا په کچه دومره ستره بریا خپلوي.

پدغو سیالیو کې د اتو اسیایي هېوادونو، افغانستان، پاکستان، سري لنکا، متحده عرب امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او مالي لوبډلې ګډون درلود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG