لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کریکټ لوبغاړي بهیر شاه نړیوال ریکارډ جوړ کړی


د افغانستان له ۱۹ څخه د لږ عمره کریکټ لوبغاړو له ډلې څخه بهیر شاه د توپ وهنې یا بیټینګ په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

بهیر په فرسټ کلاس کریکټ کې د نړیوالو په وتلو توپ وهونکو (بېټس مینانو) کې تر ټولو غوره د رنزونو اوسط لري.

بهیر په خپلو لومړیو اوو فرسټ کلاس لوبو کې ۱۰۹۶ منډې جوړې کړې دي چې هره لوبه کې یې په اوسط ډول ۱۲۱ رنزونه جوړ کړیدي او په همدې توګه تر نورو ټولو مخکې شوی.

دغه ۱۸ کلن ځوان د ډان بریډمن څخه ډیر ځلېدلی او د جنوبي افریقا د هاشم املا د بیټینګ بڼه یا سټایل لري.

بهیر به د کریکټ د ۱۹ کالو څخه د لږ عمره لوبغاړو د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغانستان په لوبډله کې لوبیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG