لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په فاریاب کې د نهو لوړپوړو طالبانو په شمول ۵۴ وسلوال وژل شوي


د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ ته نیژدې د ګل- دوشنبې په ورځ وروسته له هغه نښته پیل شوې، چې کله افغان ځواکونه له غورماچ ولسوالۍ قیضار ولسوالۍ ته روان وو او طالبانو یې د چهارشنبې بازار په سیمه کې مخه ونیوله.

د افغانستان په شمال کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، طالبانو د دغه ٣٥٠ کسیز پوځي کاروان په لاره کې مایونه ایښي وو، چې د ده په وینا په دغه نښته کې د ملي اردو درې سرتیري او لسګونه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دعوه کړې، چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې پېښه شوې دې جګړه کې یې ۵۴ وسلوال طالبان وژلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، په وژل شویو وسلوالو کې نهه تنه د طالبانو لوړپوړي مشران دي، چې وایي په هغوی کې د بادغیس لپاره د طالبانو د تش په نامه ګورنر قاري محمد ایوب- چې په لالا مشهور دی- او د هغه مرستیال شیخ کریم هم شامل دي، چې د غورماچ چهارشنبې بازار ته نیژدې په مځکنۍ جګړه او فضایي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

رحیمي وایي طالبان فاریاب ولایت ته له بادغیس ولایته د جګړې لپاره ورغلي وو، خو طالبانو لا تر اوسه د افغان حکومت د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

یوه طالب ویاند پر ټویټر په یوه اعلامیه کې دعوه کړې چې په دې حمله کې یې د ملي اردو څو موټر تباه کړي او یو شمېر نور موټر او وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG