لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د زابل ولایت شینکۍ ولسوالي نیولي ده


 امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د جمعې په ورځ د افغان امن په بهیر کې په ښکیلو فریقېنو غږ وکړو چې په داسې ډول دې خبرې وکړي چې ګټې ترلاسه کړي
امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د جمعې په ورځ د افغان امن په بهیر کې په ښکیلو فریقېنو غږ وکړو چې په داسې ډول دې خبرې وکړي چې ګټې ترلاسه کړي

طالب وسله والو د جمعې په ورځ د زابل ولایت شینکۍ ولسوالي ونیوله، افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا شروع کېدو نه پس دا اوومه ولسوالي ده چې طالبانو قبضه کړه او د ملګرو ملتونو یو ورستی رپورټ وايي طالبان به هغه څه د ترلاسه کولو کوښښ کوي چې د مزاکراتو په میز یې نشي اخیستلی.

بلخوا د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن په افغانستان کې د مستقل اوربند او د سیاسي مفاهمت دپاره د کوښښونو ګړندې کولو غوښتنه وکړه.

په زابل کې یو امنیتي چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې طالبان د جمعې په سحر وختې شینکۍ ولسوالۍ ته داخل شول او هلته ګمال شوي امنیتي ځواکونه نژدې د افغان پوځ مرکز ته ورغلل.

د زابل د ولیس مشر جنرل وېس صميمي د افغان ځواکونو د مبینه پسپايي تصدیق ونکړو او وي او ای ته یې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه اوس هم د ولسوالۍ په مرکز کې موجود دي او د جګړه دوام لري.

د طالبان ترجمان يوسف احمدي په خپل بیان کې وویل طالبانو امنیتي ځواکونه هم نیولي دي خو دا یې و نه وېل چې څومره او نه هم ازاد سرچینو د هغه د عوې تصدیق کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي طالب پلوه مطبوعاتو داسې تصویران خپاره کړي چې طالبانو د شینکۍ په کوڅو کې په ګرځېدو ښي.

د وي او ای رپورټ وايي د زابل نه علاوه د افغانستان په نورو برخو کې هم نښتې شوي دي.

په افغانستان کې د تازه صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې طالبانو په څرګنده د امریکې سره د سولې د لوظنامې مخالفت نه دی کړی په واک یې ګرفت مضبوط کړی، د ملک دانتظامي ولسوالیو د نیمايي په زیاتو اثر لري او د شهري علاقونه بهر په ۷۰ فیصد علاقه یې نیولې ده او یا یې د جګړې دلاندې راوستلې ده.

رپورټ وایي طالبان لا هم له القاعده سره پراخې اړیکې لري خو طالبان دا دعوې بیا رد کړې دي

د ملګرو ملتونو کميټۍ دغه رپورټ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد تیار کړی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه د طالبانو د بیانو او تیارۍ نه اندازه کېږي چې د جګړې د زیاتولو دپاره کوښښونه کوي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کابل په چهر قلا سیمه کې په یو ټونیس موټر بمي چاودنه کې د افغانستان د آریانا نیوز ټیلیویژن د پروګرامونو کوربنه مینا خیري او د هغې مور د کابل په پروني برید کې وژل شوې او یوه خور یې سخته ټپي ده چې وایي د هغې حالت هم د اندېښنې وړ دی.

د ښځینه خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره سي ایف ډبلیو ای جې وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د ښځینه خبریالانو په ضد تشدد زیات شوی او وایي په روان کال کې دا څلورمه ښځینه خبریاله ده چې وژل کېږي.

په موټر د اور لګېدو له کبله مړي او ټپیان د پېژندنې نه وو، چې بیا یې د ډي این اې معایناتو په وسیله پېژندلي دي. د آریانا نیوز مشر شریف حسنیار تایید کړې چې په پېښه کې د دوی خبریاله مینا خیري هم وژل شوې ده

په عین حال کې د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د جمعې په ورځ د افغان امن په بهیر کې په ښکیلو فریقېنو غږ وکړو چې په داسې ډول دې خبرې وکړي چې ګټې ترلاسه کړي.

بلېنکن وویل په افغان مشرانو او طالبانو غږ کوي چې د سیاسي مفاهمت او مستقل اوربند ترلاسه کولو دپاره دې پرمختګ ګړندی کړي چې دا ډول ۴۰ کلنه جنګ ختم او کډوال کور ته د بېرته تګ جوګه شي.

بلېنکن افغانستان سره د ۲۶۶ مېلین ډالرو نوي مالي مرستي اعلان کړې چې د کال ۲۰۰۲ راهسې افغانستان سره د امریکا د مالي مرستې مجموعي مالیت به د درې اشاریه نهه ارب ډالر ته ورسوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG