لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په حملو کې ۱۷ افغان امنیتي عسکر او پنځه طالب وسله وال وژل شوي، افغان مامورین وايي


تېره میاشت په کابل کې په دشت برچي هسپتال د حملې وروسته د فرانس طبي امداد ادارې ډاکټرز وداوټ بارډز دا هفته د ماشومانو وارډ وتړلو. د می په ۱۲ په هسپتال حمله کې ۱۶ مېرمنې، یو د عملې غړی، دوه ماشومان او شپږ نور کسان ووژل شو
تېره میاشت په کابل کې په دشت برچي هسپتال د حملې وروسته د فرانس طبي امداد ادارې ډاکټرز وداوټ بارډز دا هفته د ماشومانو وارډ وتړلو. د می په ۱۲ په هسپتال حمله کې ۱۶ مېرمنې، یو د عملې غړی، دوه ماشومان او شپږ نور کسان ووژل شو

د افغانستان په جوزجان او کندز ولایتونو کې د طالبانو په حملو کې د افغان چارواکو په وېنا لږ تر لږه ۱۷ افغان امنیتي عسکر او پنځه طالب حمله کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور زخمیان شوي دي. بلخوا د طبي امداد یوې نړیوالې ادارې خبرداری کړی چې د کرونا وایرس ناروغۍ په مهال د صحت په مرکزونو حملو کې د زیاتوالي له امله په مېلینونو افغانان علاج ته د رسايي نه محرومه کېدلی شي.

سره صلیب یا انټرنېشنل کمېټي اف دي رېډ کراس د شورو، چهارشبنې، په ورځ په یو بیان کې وویل په افغانستان کې د کرونا وایرس په ناروغانو کې لویه شمېره د طبي عملې هم ده. د دې ترڅنګ ادارې وویل د جنګ دلاسه هم په ملک کې د علاج سهولتونه د فشار لاندې او د صحت مرکزونو ته د خلکو رسايي محدوده ده.

په افغانستان کې سره صلیب د څانګې مشر هوان پېډرو وویل د کرونا وایرس سره د جنګ په مهال د افغانستان په جنګ کې په ښکیلو فریقېنو غږ کوي چې د نړیوالو قوانینو احترام وکړي او ملکي خلک د زیان نه محفوظ وساتي.

تېره میاشت په کابل کې په دشت برچي هسپتال د حملې وروسته د فرانس طبي امداد ادارې ډاکټرز وداوټ بارډز دا هفته د ماشومانو وارډ وتړلو. د می په ۱۲ په هسپتال حمله کې ۱۶ مېرمنې، یو د عملې غړی، دوه ماشومان او شپږ نور کسان ووژل شو.

په افغانستان کې د تشدد تازه پېښې په داسې حال کې شوي دي دا میاشت افغان حکومت او طالبان په قطر کې نیغ به نیغه مذاکرات شروع کوونکي دي.

د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې حکومتي ترجمام معروف اظر وویل طالب وسله والو اقچه دنیول په خاطر د ګېر چاپیره نه حمله وکړه او د حملې په ترڅ کې شروع شوي جګړه کې ۱۲ افغان عسکر ووژل شو او پنځه زخمیان شول. هغه وویل څلور عسکر طالبانو ژوندي نیولي دي.

يو سیمه ایز افغان پوځي چارواکي وویل په جګړه کې پنځه طالبان هم وژل شوي او ۱۰ زخمیان دي.

طالبانو د حملې په باره کې په یو بیان کې وویل حمله کوونکو یې په اقچه کې یو شمېر امنیتي پوسټونه ونیول خو ددغه دعوې په ازاده توګه تصدیق ممکن نه و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کندز ولایت مرکز کندز ښار سره نژدې د وسله والو په حمله کې پنځه افغان عسکر ووژل شو او اووه زخمیان دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان چارواکي په وېنا طالبانو په خپلو حملو کې تندوالی راوستی او په تېره هفته کې د افغانستان په مختلفو برخو کې حملو کې یې ۱۷۰ امنیتي عسکر وژلي او ۲۵۰ نور یې زخمیان کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG