لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان ځواکونو په نښتو کې ٢٥ وسلوال وژلي


دافغانستان پلازمینه کابل کې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ افغان سرتیري ژوبل شوي اؤ د وسله والو ډلو په ضد دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۲۵ ترهګر وژل شوي دي.

دروان کال دپیل راهسې دافغانستان په امنیتي ځواکونو د ترهګرو لخوا کیدونکو بریدونو کې اضافه لیدل کیږي خو افغان چارواکي دعوې کوي چې په تیرو څلورو میاشتو کې یې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دچهارشنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت ویلي دحابل دشپاړسمې حوزې د لمړي مکروریان په سیمه کې دسړک دغاړې په یوه بمي چاودنه کې دملي اردو شپږ عسکر ژوبل شوي.

ددفاع د وزارت دبیان له مخې چاودیدونکي مواد د سرک په غاړه دبریښنا یا بجلۍ په یو ستنه کې ایښودل شوي وؤ اؤ سحر چې کله د ملي اردو عسکر په دغه سړک تیریدل نو چاودنه پرې وشوه.

تر اوسه ددغه پیښې مسولیت چا پغاړه نه دی اخستې خو له دې وړاندې چې کابل کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي دزیاترو پړه پکې طالبانو پغاړه اخستې ده

ددفاع وزارت په عین حال کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو اؤ افغان ځواکونو ترمینځ نښتو کې د ۲۵ؤ ترهګرو د وژنې ادعا هم کړې ده .

ددفاع وزارت دبیان له مخې امنیتي ځواکونو په تیر یوشواروز کې ننګرهار،لغمان،کاپیسا،غزني،پکتیا،ارزګان،زابل،بادغیس،فاریاب،بلخ ،بدخشان اؤ هلمند ولایتونو کې دطالبانو په ضد زمکني اؤ هوایي عملیات کړي چې پکې دداعش د څلورو ترهګرو په ګډون ۲۵ ترهګر ترهګر وژل شوي .

په افغانستان کې د مخالفو وسله والو اؤ افغان ځواکونو ترمینځ نښتو کې دشدت دا راپورونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې افغان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی خو طالبانو تر دې مهاله دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی .

په افغانستان کې میشت دناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن هم د وړاندې نه خبرداری ورکړی چې سږکال به د طالبانو اؤ القاعده په ضد جګړه کې زیاته چټکتیا ولیدل شي

XS
SM
MD
LG