لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان بلخ ولایت کې د کرونا نه لومړی تن مړ شو 


د افغانستان د صحت یا روغتیا وزارت نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د کرونا وایرس د لاسه د لومړي تن د مرګ پخلی کړی.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وي‌ او ای اشنا ته د دغه پېښې پخلی کړی.‌

په افغانستان کې د کرونا وایرس نه د یو تن د مرګ دغه لمړۍ پېښه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالې کې رامخې ته شوې. د چارواکو په وینا مړ شوی تن ۴۰ کلن وو،‌چارواکو د دغه تن نور څه معلومات نه دي شریک کړي.

د وي او ای اشنا د خبر ترمخه په هرات ولایت کې هم ناتایده رپورټونه وايي چې یو تن د کرونا وایرس د لاسه مړ شوی خو د افغانستان د روغتیا یا صحت وزارت ویاند ویلي، په دغې اړه لا پوره معلومات نه دي ورته ترلاسه.‌

هم نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ افغان چارواکو پخلی کړی وو،‌ په تیرو ۲۴ ساعتو کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وائروسو ۱۰نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۳ته رسېدلې ده.

دافغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین دیکشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دکرونا په تازه معلومو شوؤ ناروغانو کې دوه کسان دبهرنیو سفارتونو ډپلوماټان هم شامل دي چې هغوئ پخپلو دفترونو کې دڅارملنې لاندې اچول شوي دي.

هغه ویلي په تازه پېښو کې درې په هرات،دوه په زابل اؤ یوه،یوه په بلخ،کابل،غزني اؤ کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزیر په خلکو داحتیاطي تدابیرو خپلو غږ کړی اؤ ویلي یې دي وضعیت ته په کتلو سره باید هرات ولایت دڅار ملنې لاندې وساتل شي.

هغه ویلي د ولسي جرګې دوؤ غړو کې هم په شکمنه توګه دکرونا وائروسو دموجودیت څرک لګیدلی خو دهغوئ طبي راپورونه لا مخې ته نه دي راغلي.

د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۳ زرو ته رسېدلې ده، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي.

په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وائروسو دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چې په دې کې یوازې ۲۹۲پېښې د سندهـ صوبې څخه مخې ته راغلي دي.

همدا شان دپنجاب څخه دکرونا وائروسو ۱۲۱،بلوچستان څخه ۱۰۴،اسلام ابد څخه ۱۰، ګلګت بلتستان څخه ۱۵ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر څخه یوه پېښه رپورټ شوې ده.

تر اوسه په پاکستان کې درې کسان د کرونا وائروسو له امله پاکستان کې مړه شوي چې هغې کې د وؤ تعلق دخیبر پښتونخو اؤ دیو تعلق دپنجاب صوبې سره ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG