لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د خوراک د کمي سنگینه مسله


رپورټ کې د هلمند د بوست هسپتال د سترگو لیدلی حال بیان شوی دی چې پکې د یوې زنانه او د هغې د دواؤ ماشومان ذکر دی چې څه رنگ يي د خوراک د کمي یا د نامناسب خوراک په وجه يي صحتونه سخت خراب دي
رپورټ کې د هلمند د بوست هسپتال د سترگو لیدلی حال بیان شوی دی چې پکې د یوې زنانه او د هغې د دواؤ ماشومان ذکر دی چې څه رنگ يي د خوراک د کمي یا د نامناسب خوراک په وجه يي صحتونه سخت خراب دي
افغانستان کې د خوراک د کمي مسله سنگینه ده او لا نوره هم خربیږی، په نتیجه کې يي د میندو او ماشومانو صحت ته سخت خطرات رامېنځته شوي دي. د امریکا نیویارک ټائمز ورځپاڼه خپل یو رپورټ کې ویلې دي.
رپورټ کې د هلمند د بوست هسپتال د سترگو لیدلی حال بیان شوی دی چې پکې د یوې زنانه او د هغې د دواؤ ماشومان ذکر دی چې څه رنگ يي د خوراک د کمي یا د نامناسب خوراک په وجه يي صحتونه سخت خراب دي.
هم ددغه مشاشومانو سره په بل کټ کې د فاطمي په نوم ماشومه ده چې د خوراک د کمي له امله د زړه د ناروغۍ ښکار شوي ده او پلار يي دومره وس نه لري چې د اپریشن دپاره يي کابل ته بوتلی شي.
هلمند کې په ماشومانو کې د خوراک د کمي مسله زیاته شوي ده او د کال ٢٠١٢ راهسې د ملگرو ملتونو د شمیر شمیرو ترمخه پکې ٥٠ فیصد اضافه شوي ده.
د ډاکټرانو ترمخه، قندهار، فراح، کونړ، پکتیا او پکتیکا کې دا مسله نوره هم سنگینه ده چرته چې جنگونه شوي دي.
نیویارک ټائمز وايي د خوراک د کمي د مسلې وجوهات څه دي؟
زیاتره ډاکټران او امدادي کارکن وايي افغانستان کې روانه جگړه او د خلکو بې کوره کیدل هم د خوراک د کمي او د ماشومانو د غیر مناسب غزا او خوراک د مسلې اهم وجوهات دي.
نیویارک ټائمز وايي دا خبره واضحه ده افغانستان کې د غربي نړۍ لخوا امداد او د اربونو ډالرو مالي مرستې پرته هم د ماشومانو د صحت مسله نه یواځې موجود ده بلکه لا نوره هم خرابیږي او ډاکټران يي پریشانه کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG