لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان مشرانو نوې سیاسي لوظنامې ته د نړېوالو غبرګون


د افغان صدر محمد اشرف غني او د پخواني اجراييه رئیس ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي لوظنامې د لاسلیک کېدو پراخ هرکلی شوی دی.

پس له هغه چې دواړو مشرانو په کابل کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د افغان سیاستوالو په منځګړیتوب سیاسي لوظنامه امضا کړه، د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو له دواړو، صدر غني او ډاکتر عبدالله، سره ټلیفوني خبرې وکړې او هغو ته یې د دې کار له امله مبارکي ورکړه.

د افغانستان د صدراتي ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي چې ښاغلي پامپیو د امن پروسې او بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې د مشترکو ژمنو او هڅو په باب خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې د پاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي تړون هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې امریکا آماده ده چې د افغانستان له نوي حکومت سره د امن په داسې بهیر کې شریک شي چې جنګ ختم کړي. خلیلزاد دا هم ویلي چې "دواړه مشران باید هغه تېروتنې تکرار نکړي چې دملي یووالې حکومت په مهال وې."

خلیلزاد پر خپلې ټویټر پاڼې ولیکل، عبدالله ته په کار ده چې د امن د پروسې چارې په تیزۍ سره پیلې کړي:

د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار حمد الله محب بیا د سیاسي جنجالونو د ختمېدو خبره کړې او ټینګار یې کړی چې اوس به نو په "واحد غږ" سره د سولي او د تړون د عملي کېدو دپاره ګډ کار کیږي.

د ناټو سېکرټري جنرل ینس سټولټنبرګ هم یو بیان جاري کړی او په کې د دې ترڅنګ چې افغان سیاسي مشرانو ته یې د یو مشترک حکومت د جوړولو په برخه کې د هغو د فیصلې مبارکي ویلې ده، دا وعده یې بیا تازه کړې چې ناټو به د امن په راوستلو کې د افغانستان د هڅو ملاتړې پاته شي.

سټولټنبرګ پخپل بیان کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی او ویلي یې دي: "د کروناوایرس د عالمي وبا پر مهال او د خپلو افغانانو په وړاندې د طالبانو د تشدد دوام ته په کتلو سره، دا تر بل هر وخت ډېره اهمه خبره ده چې ټول افغان مشران سره یو موټي شي او په افغانستان کې د دایمي سولې په خاطر کار وکړي. مونږ پر طالبانو غږ کوو چې پخپلو وعدو وفا وکړي، تشدد دې اوس کم کړي، په بین الافغاني مذاکراتو کې دې برخه واخلي، او د دایمي امن او د ټولو افغانانو د ګټې په خاطر دې ريښتونی جوړجاړی وکړي."

بل اړخ ته د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) هم یو بیان جاري کړی او د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي لوظنامې د امضا کېدو هرکلی یې کړی دی. ملګرو ملتونو هیله ښودلې چې افغان حکومت یو موټی عمل وکړي او د ټولو افغانانو د حق ساتنه دې وکړي.

پاکستان، هند، او نور هېوادونه

پاکستان، هند، کاناډا، او ترکيې هم د افغان مشرانو د تازه سیاسي لوظنامې د لاسلیک کېدو په باب بیانونه جاري کړي او خوښي یې څرګنده کړې ده.

د پاکستان خارجه وزارت د یو بیان په جاري کولو سره په افغانستان کې د ټول شموله حکومت او د روغې جوړې قامي عالي شورا د جوړېدو په اړه افغان سیاسي مشرانو ته مبارکي ورکړه. د خارجه دفتر ویاندې، عایشه فاروقي د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې پاکستان د یو با امنه، با ثباته، متحد، ډېموکراټیک، او با رفاه افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکوي.

د هند خارجه وزارت هم یو بیان جاري کړی او د لوظنامې د هرکلي ترڅنګ یې، په افغانستان کې د تشدد د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او د ډزبندۍ غږ یې کړی دی.

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ کابو درې میاشتې سیاسي جنجالونه روان و، آن تر دې چې ډاکټر عبدالله ځان د افغانستان صدر ونوماوه او ځآن ته یې د سوګند مراسم هم جوړ کړل، خو د نوې لوظنامې له مخې، هغه به اوس یوازې د افغانستان د سولې او ملې روغې جوړې د شورا مشر وي. پر دې سربېره، په حکومت کې به هم نیمه برخه د ډاکټر عبدالله د پلویانو وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اتوار/یکشنبې په ورځ د نوې سیاسي لوظنامې د لاسلیکېدو په دستوره کې، له افغان سیاسي مشرانو نه مننه وکړه چې د سیاسي کشالې د ختمېدو هڅې یې وکړې. صدر غني وویل، افغانانو ثابته کړه چې دنړیوالوله منځګړیتوب پرته سیاسي توافق ته رسیدلی شي. هغه له ډاکټر عبدالله هم مننه وکړه چې د سولې او مصالحې د عالي شورا مشري یې ومنله.

په دې دستوره کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی و. هغه له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې نورپه هیواد کې له جګړې لاس واخلي او ژره ترژره د سولې مذکرات شروع کړي.

د صدر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ نوی سیاسي تړون
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG