لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: لا وختي دی چې د سولې بهیر ناکام وګڼل شي


د ناټو سکرټر جنرال هم د افغانستان د سولې له روان بهیر څخه هرکلی وکړ او د سولې د راستلو روانې هلې ځلې یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ښه ګام وباله
د ناټو سکرټر جنرال هم د افغانستان د سولې له روان بهیر څخه هرکلی وکړ او د سولې د راستلو روانې هلې ځلې یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ښه ګام وباله

د څلور اړخیزو مذاکراتو د پایلو له مخې ټاکل شوې وه چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د سولې مخامخ خبرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په اسلام آباد کې ترسره شي، خو طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه او لا هم د دغو خبرو د پیل لپاره نېټه ټاکل شوې نه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، نن سه شنبه په کابل کې د ناټو د سازمان له سکرټر جنرال سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان جګړه نړیوال او سیمه ایز لاملونه لري چې د سولې خبرې یې پېچلې کړې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده خو دا سوله باید تلپاتې وي او تلپاتې سولې ته رسیدل استراتیژیک زغم ته اړتیا لري.

هغه وویل "د افغان ولسمشر په توګه زما لومړنۍ دنده د اساسي قانون تطبیق دی، دویمه دنده مې د افغان ځواکونو سرقومنداني ده، موږ باید تر ټولو بد حالت لپاره چمتوالی ولرو او د ښه وضعیت رامنځ ته کولو لپاره پلانونه جوړ کړو، اوس مخکې له وخته ده چې ووایو سولې نتیجه نه ده ورکړې، ځکه چې زموږ هدف جګړه نه بلکې تلپاتې ثبات دی."

ولسمشر غني د سولې څلور اړخیزې غونډې د ثبات د راوستلو لپاره یو لوی ګام وباله او وې ویل، چې د دغو غونډو په پایله کې د جګړې ټول لاملونه پیژندل شوي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې د سولې غوښتونکي دي او هغه ډلې چې سوله نه غواړي سره جلا شوي دي.

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د څلور اړغیزو مذاکراتو د پریکړې له مخې، هغه کسان چې سوله نه غواړي د څپلو لپاره به یې له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخیستل شي.

د ناټو سکرټر جنرال هم د افغانستان د سولې له روان بهیر څخه هرکلی وکړ او د سولې د راستلو روانې هلې ځلې یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ښه ګام وباله.

د افغانستان د سولې د روانو هلو ځلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تیره ورځ د افغانستان د استراتیژیکو مطالعاتو په نوم د یو انسټیټوټ نظر پوښتنه، چې په کې له ۱۵۴۰ کسانو سره مرکې شوي ښيي، چې اویا په سلو کې دغه کسان د سولې پر روانو خبرو باور نه لري او دا بهیر ناکام ګڼي.

د ناټو دوامداره پوځي ملاتړ

غونډې ته د ناټو سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ وویل، د ناټو سازمان غړي هیوادونه به له افغانستان سره د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د روزنې او مالي ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، دا مرستې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي چې په اوږدمهال کې تروریستي ډلې په افغانستان کې وځپي.

د ناټو سکرتر جنرال زیاته کړه، د دغه سازمان غړي هیوادونه به د پریکنده ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره دوامداره مرستې وکړي خو هیڅ‌کله به هم په مخامخ جګړه کې ښکیل نشي.

د ښاغلي سټولټنبرګ پر وینا، د افغانستان لپاره ۲۰۱۵ کال له ګواښونو ډک کال وو، افغان ځواکونه وتوانیدل چې په دغه کال کې د افغانستان امنیت ساتنې مسئولیت په غاړه واخلي، خپله وړتیا ثابته کړي او د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو ګواښونو ته ځواب ووايي.

هغه په راتلونکې کې د نویو ګواښونو یادونه وکړه او وې ویل "راتلونکې به آسانه نه وي، نوي ګواښونه به رامخې ته شي، خو د افغانستان ګواښونو ته ښه ځواب دادی چې افغانان پیاوړي شي، هدف دا دی چې افغانستان ثبات ته ورسیږي، پرته له دې چې د نړۍ لوی قوتونه افغانستان ته راشي، موږ به ګواښونه وارزوو، موږ انعطاف منونکي یو، زموږ ماموریت به دوام پیدا کړي خو موږ به هیڅ‌کله هم محاربوي ماموریت ته بیا لاړ نشو."

د ناټو سکرتر جنرال زیاته کړه، چې ټاکل شوې د وارسا په راتلونکې غونډه کې د غړو هیوادونو د مرستو د څرنګوالي پر دوام پریکړه وشي.

دغه راز ولسمشر غني وویل، په ۲۰۱۵ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ثابته کړه چې د افغانستان د امنیت د ټینګولو وړتیا لري.

هغه د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او وې ویل "سره له دې چې سخت کال وو او موږ په کې زیاتې قُربانۍ ورکړې، خو په عزت او باور سره ویلی شم، چې د دولت پاېښت او د افغانستان اساسي قانون او ارزښتونه یې وساتل."

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان اساسي قانون او بشري حقونو ته ژمن دي او په سختو حالاتو کې یې ترې ساتنه کړې ده.

پر اصلاحاتو ټینګار

د ناټو سکرټر جنرال وویل، د ناټو سازمان د افغانستان لپاره یو واضیح پیغام لري او هغه دا دی چې په دغه هیواد کې اصلاحات راولي. هغه له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د اصلاحاتو روان بهیر ته دوام ورکړي.

د ناټو دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړه، د اصلاحاتو راوستل به له دغه سازمان سره مرسته وکړي، چې په کومو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل "هغه واضح پيغام چې ما له ولسمشر غني او اجرائيه رئیس عبدالله څخه ترلاسه کړ دادی، چې اصلاحاتو ته دوام ورکوي، له فساد سره مبارزه کوي، پرمختللي سیاسي بنسټونه جوړوي، په ټاکنو کې اصلاحات راولي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه کوي. څه چې موږ غواړو دا دي چې افغانستان د اصلاحاتو د راوستلو بهیر ته دوام ورکړي، دا یواځې د ناټو لپاره مهمه نه ده بلکې افغانانو ته هم مهمه ده."

د ناټو سکرتر جنرال زیاته کړه، په کومه اندازه چې اصلاحات رامنځ ته شي، په هماغه کچه به افغانستان د ناټو د غړو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

افغان ولسمشر وویل، د اصلاحاتو راوستل پر افغان حکومت تپل شوي نه دي بلکې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او په دې برخه کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

یادونه: د وي او ای اشنا نه په تشکر

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG