لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان پوځ د غزني په جگړه کې، د پاکستان استخبارات ملامت کړ


Ghazni Afghanistan

د افغانستان پوځ وایي چې په غزني ښار کې چې کومه جگړه اوس روانه ده، د هغې تر شا د پاکستان د استخباراتو (آئی ایس آئی) لاس دی.

د افغانستان د پوځ مشر جنرال محمد شریف یفتلي د اتوارـ یکشنبې په ورځ وویل چې د غزني په جگړه کې د لشکر طیبه کسان وژل شوي او دې جگړې کې ٢١ـ٢٠ ترهگرې ډلې د افغان حکومتي ځواکونو په مقابل کې جنگیږي.

جنرال یفتلي وویل چې د پاکستان استخبارات، د سیمې د بې ثباته کولو کوښښ کوي، دا ځکه چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو موضوع توده شوې ده.

پاکستاني چارواکو د افغان پوځ د دغې نوې دعوې په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې دغه ډول الزامات تل رد کړي دي.

طالبانو د جمعې په ورځ د غزني ولایت پر مرکز، د غزني پر ښار باندې له شاوخوا بریدونه پیل کړل او هغه ښار ته ورننوتل. افغان حکومت وایي چې طالبان یې د ښار له مرکزي سیمو څخه پر شا تمبولي او اوس طالبان یوازې د ښار په څنډو کې د خلکو د کورونو ترمنځ پټ دي. خو طالبان بیا وایي چې ځواکونو یې د ښار مهم ځایونه نیولي او لا تر اوسه یې په واک کې دي.

د غزني ښار ټیلي کمیونیکشن سیسټم له کاره لویدلی او د ښار له دننه څخه کره رپوټونه په لاس کې نشته چې له مخې یې یادې شوې دعوې رد یا تایید شي.

غزني د کابل او کندهار ترمنځ پروت دی، او د تیرو درېیو ورځو په جگړې کې، د کابل کندهار لویه لاره هم بنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG