لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هلمند کې په واده په هوايي بمبارۍ کې د ۴٠ کسانو د وژل کېدو دعوه شوي


تېره هفته په ننگرهار ولایت کې د ډرون په حمله کې افغان چارواکو په وینا ٣٠ ملکي کسان ووژل شو
تېره هفته په ننگرهار ولایت کې د ډرون په حمله کې افغان چارواکو په وینا ٣٠ ملکي کسان ووژل شو

د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د واده په مراسمو په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه د ۴٠ ملکي کسانو د وژل کېدو دعوه شوې ده او د افغانستان د دفاع وزارت ویلي د هلمند په موسا قلعه ولسوالۍ کې ٢٢ طالبان وژلې دي چې پکې پنځه پاکستانیان او یو د بنگله دیش شهري شامل دی.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال زبیر حارث امریکا غږ ډیوې ته وویل د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځواکونو دعملیاتو په تړاو وویل چې هوايي بریدونه دبهرنیو ترهګرو په یوه مرکز وشول چې پکې ٢٢ خارجي وسله والو ووژل شو او ۴١ نور ونیول شو.

او دهلمند ولایتي شورا منشي عطاالله افغان ویلي د موسی کلا ولسوالۍ په کنجک سیمه کې دطالبانو دیوه قومندان ملاعبدالرازق پر وسله والو افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي چې له امله یې شپږ تنه وزیرستاني وسله وال وژل شوي دي.

د ولایتي شورا منشي زیاته کړه د ولسوالۍ دکنجک سیمې ته نږدې پردوو موټرو چې ولسي خلک په کې سپاره و او د واده مراسیمو د پرځای کولو لپاره روان و هوايي بمبار شوی.

عطالله افغان وايي دهوايي بمبار له امله شاوخوا ۴۰ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل "د کنجک سیمې ته نږدې دشاه عروس په منطیقه کې دواده دوه موټران چې ولسي خلک په کې سپاره و او خپلودوستانو ته یې نکریزې ور وړلې او دنکریزو شپه یې وه دا بمبار شوي، په وژل شویوکسانو کې ۵ تنه نارینه او نورټول ښځې او ماشومان دي او په ژوبل شویو کې دوه نارینه،دو ښځې او نورماشومان دي."

خو دهلمند د والي ویاند عمرځواک ډیوې ته وویل چې دتیرې شپې په هوايي بمبار کې چې دافغان ځواکونو لخوا شوی دالقاعدې شبکې یو شمیرجنګیالي وژل شوي دي او ۴ تنه نور چې ښځې هم په کې شاملي دي او په اردو ژبه خبري کوي ژوندي نیول شوي دي .

ځواک زیاته کړه د هوايي بریدونو له امله د ترهګرو د وسلو په زیرمو کې چاودنې شوي او له همدې امله یو شمیر ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال زبیر حارث وايي د اجتماعي رسنیو دلارې چې ګواکې دلته ولسي خلک وژل شوي دي تراوسه پورې داسې هیڅ خبره نشته خوپه هرحال "زمونږ ټیم موظف شوی ترڅو معلومه کړي چې په دې کې ملکي وګړو ته زیان اوښتی او کنه؟"

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخوند وي او ای ته وویل په واده هوايي بمباري په موسا قلعه ولسوالۍ کې د اتوار، یکشنبې، په شپه شوې ده. ښاغلي اخوند وویل د واده کورنۍ حکومتي مامورین د وړاندې څخه د واده د دستورې نه خبر کړي وو

عبدالله نومې یو تن وي او ای ته وویل د بمبارۍ وروسته یې د خپلې کورنۍ ١٣ غړي په لشکرگاه کې هسپتال ته یوړل

د هلمند د والي ترجمان عمرځواک د هوايي بمبارۍ تصدیق کړی دی خو ویې وېل چې د ملکي تلفاتو په اړه د رپورټونو پلټنې پېل شوې دي. هغه وویل د هوايي بمبارۍ ترڅنگ په سیمه کې د وسله والو خلاف د شپې په وخت عملیات هم شوي دي چې پکې ١٣ طالبان وژل شوې دي

بلخوا، د افغانستان دفاع وزارت ویلي په موسا قلعه کې د عملیاتو په مهال لږ تر لږه ٢٢ طالبان وژلې دي چې پکې پنځه پاکستانیان او یو د بنگله دیش شهري شامل دی. وزارت وویل ١۴ نور وسله وال نیول شوي هم دي.

په کندهار ولایت کې د والي د دفتر څخه جاري شوي یو بیان کې وېل شوې دي چې په موسا قلعه کې د عملیاتو هدف د القاعده وسله وال وو. په بیان کې وېل شوي چې د خصوصي افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د موسا قلعه په تخته پل کلي کې د القاعده پنځه وسله وال ووژل شو او د ډلې درې ښځې غړي ونیول . په بیان کې وېل شوي چې د القاعده دغه غړي د کراچۍ دي.

په هلمند کې په واده د هوايي بمبارۍ او پکې د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې څو ورځې وړاندې په ننگرهار ولایت کې د ډرون په حمله کې د افغان چارواکو په وینا لږ تر لږه ٣٠ ملکي کسان ووژل شو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG