لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غور ولایت کې د طالبانو تش په نامه والي وژل شوی


​د غور ولایت امنیتي چارواکي وایي ددې ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا معراج هلمندي، د هغو نښتو په ترڅ کې وژل شوی دی چې د دوو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د پسابند په ولسوالۍ کې روانې دي.

د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي، وایي چې د طالبانو یو بل لوړپوړی غړی ملا رحمت الله هجرت هم د خپلو پنځو تنو ملگرو سره د افغان ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د شنبې په ورځ ووژل شو.

ښاغلی نظامي وایي په دغو نښتو کې همداشان د ملي او محلي پولیسو پنځه سرتیري وژل شوي او ١٠ نور افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

د غور ولایت دغه چارواکي ویلي په کابل کې د مرکزي مقاماتو د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده، ځکه طالبان بیا پر سیمه باندې د برید کولو اراده لري.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې هکله نظر نه دی څرگند کړی.

بلخوا د طالبانو ډلې ادعا کړې چې د طالبانو د اوسني مشر هیبت الله اخندزاده زوی د پنجشنبې په ورځ په د هلمند ولایت د گرشک په ولسوالۍ کې ځانمرگی موټر بمي برید کړی او وژل شوی دی.

د رویترز اژانس د طالبانو د یو ویاند قاري یوسف احمدي له خولې ویلي دي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده زوی ٢٣ کلن عبدالرحمن چې په حافظ خالد مشهور و د پنجشنبې په ورځ یې په گرشک کې د افغان پوځ پر یو مرکز باندې د برید پر وخت د چاودیدونکي موادو ډک موټر وچاوه.

د طالبانو دغه ویاند ویلي چې عبدالرحمن په مدرسه کې زده کړې کولې خو غوښتل یې چې ځانمرگی برید وکړي.

هیبت الله اخندزاده وروسته له هغې د طالبانو مشر شو چې ددې ډلې مخکنی مشر اختر محمد منصور، په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا ډرون الوتکې په برید کې په پاکستان کې ووژل شو.

د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د یو مشر زوی ځان وژونکی برید کوي.

د وي او ای اشنا په مننه!

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG