لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هرات کې په دوو جونو باندې تیزاب پاشل شویدي


د نړۍ په بیلا بېلو هیوادونو کې په زنانه ؤ د تیزابو حملې شوي دي. په دې تصویر کې په کال ٢٠١١ کې په کندوز ولایت کې د تیزاو د حملې ښکار دوه مېرمنې لیدل کیږي

د افغانستان په هرات ولایت کې د یوه مدني فعال په دوو لوڼو باندې دوه نا پېژاندو موټر سایکل سپرو تیزاب پاشلي.

دغه خبره د هرات د پولیسو ویاند سید احمد محمدي د چین شینوا خبري رسنۍ ته تایید کړیده.

پېښه د سې شنبې په سهار هغه مهال رامنځته شوه کله چې دواړو خویندو یکتا او فرشتې د هرات د ښار په یوه سړک باندې پلی مزل کاوه.

محمدي پدې اړه نور معلومات ور نه کړل.

تر دې وړاندې هم د ډیرو جونو پر مخونو باندې ښونځي ته په لاره تیزاب پاشل شوي دي چې پړه یې تل په طالبانو او نورو سخت دریځو وسلوالو ډلو باندې اچول شوې ده.

XS
SM
MD
LG