لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سره صلیب امدادي ادارې په افغانستان کې د عملیاتو د کمولو اعلان کړی دی


 په افغانستان کې د سره صلیب د موټرو یو قطار
په افغانستان کې د سره صلیب د موټرو یو قطار

د طبي امداد نړي والې ادارې انټرنیشنل کمیټي اف دي ریډکراس اعلان کړی دی چې افغانستان کې د عملي د اووه غړو د وژل کیدو ورسته به په جنگ ځپلې هیواد کې خپل عملیات کم کړي.

"په دې هیواد کې د تیرو ٣٠ کلونو د موجودگۍ ورسته، مونږ خپل شتون او عملیات کموو،" په افغانستان کې د سره صلیب یا ايي سي ار سي مشرې مونیکا زینیرلي وویل.

هغې زیاته کړه چې اداره په افغانستان کې عملیات خو کموي خو د هیواد نه انخلا نه کوي.

میرمن زینیرلي وویل په تیرو ٣٠ کلونو کې د ادارې په امدادي کار گڼ شمیر واقعات شوي دي خو د تیر کال د ډسمبر د میاشت راهسې په شمالي افغانستان کې حملو د ايي سي ار سي هلې ځلې په خصوصي توگه متاثره کړي دي.

په شمالي افغانستان کې د ايي سي ارسي تر ټولو لوي طبي مرکز په مزار شریف کې دی. تیره میاشت هلته یو تن ٣٨ کلنه طبي کارکونکي میرمن لورینا اینربیل په ډزو ووژله.

میرمن زینیرلي وویل په کندوز او فاریاب ولایتونو کې به د ايي سي ار سي مرکزونه تړل کیږي او په مزار شریف کې مرکز به خپلې هلې ځلې ډیر راکمې کړي.

تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په کندوز کې د ايي سي ارسي د عملې یو غړی وتښتول شو چې شا او خوا څلور هفتې ورسته راخلاص کړی شو. هم تیر کال په جوزجان ولایت کې د ايي سي ار سي شپږ کارکونکي ووژل شو او دوه نور وتښتول شو. دغه تښتول شوي تنان تیره میاشت ازاد کړی شوي دي.

زینیریلي وویل سره صلیب ته لا دا نه ده معلومه چې په ادارې د حملو په شا څوک دي خو طالبانو ویلی په ايي سي ار سي شوو حملو کې لاس نه لري. ځینې افغان مطبوعاتو ویلي په ايی سي ارسي ځینې حملې داعش وسله والې کړي دي.

زینیرلي وویل په موجوده وخت کې ايی سي ار سي په افغانستان کې ١٨٠٠ کارکونکي لري چې پکې ١٢٠ غیرملکیان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG