لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نیپال او هانګ کانګ لوبه به د افغانستان کرکټ لوبډلې فیصله کوي


د نړیوال کپ د غواروي سیالیو یا (ايي سي سي ورلډ کپ کوالیفاېر) سیالیو کې نن افغانستان د لومړي پړاو په اخېرۍ لوبه کې نیپال ته ماتې ورکړه. د دغې کامیابۍ وروستو د افغانستان سره اوس یوه موقع شته چې د نړیوال کپ لپاره ټاکل کیدونکي شپږو غوره لوبډلو یا سپر سکس کې وټاکل شي.

د دغه سیالیو په ګروپ بي کې به د ګل په ورځ د نیپال او هانګ کانګ تر مېنځه لوبه د افغانستان په دغه لوبو کې د پاتې کیدو فیصله کوي.

که په دغه لوبه کې نیپال هانګ کانګ ته ماتې ورکوي نو بیا د افغانستان د وړاندې تلو امکان پیدا کیږي خو فیصله به د منډو په حساب یا رن ریټ کیږي. که چرې نیپال د هانګ کانګ نه لوبه ګټي نو بیا به د افغانستان، نیپال او هانګ کانګ پواېڼونه یو شان شي او د دغو تر مېنځه به یو ټیم د ښه رن ریټ په حساب مخکې ځي.

خو که چرې دغه لوبه هانګ کانګ ګټي نو افغانستان به د ايي سي سي کوالیفاېنګ راونډ لومړي پړاو نه وځي او د وروستي حیثیت لپاره به نورې لوبې کوي.

د کرکټ نړیوال کونسل یا ايي سي سي د ویب پاڼې تر مخه دا مهال په ګروپ بي کې افغانستان په دریم پوزیشن دی. په دغه ګروپ کې افغانستان څلور لوبې کړي، درې يې بېللي او یواځې ننۍ لوبه يې وګټله او دوه پواېنټونه لري.

هم په دغه ګروپ کې د پواېڼونو په حساب سکاټ لینډ تر ټولو وړاندې دی. سکاټ لېنډ درې لوبې کړي او درې واڼه يې ګټلي او ۶ پواڼټونه لري. په سکاټ لېنډ پسې زمبابوی ولاړ دی چې دوه لوبې یې کړي او دواړه يې ګټلي او ۴ پواېنټس لري.

په ګروپ ای کې بیا اېیرلېنډ، وېسټ انډیز او عرب امارات تر ټولو وړاندې دي او امکان دی دغه درې واړه سپر سکس ته اوځي.

نن د نړیوال کپ د غواروي سیالیو یا (اېي سي سي کوالیفاېنګ) لوبو کې نن افغانستان د لومړي پړاو په خپله اخېرۍ لوبه کې نیپال ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه.

نیپال نن په دغه لوبه کې د ټاس یا پچې ګټلو وروستو لومړې د توپ وهنې یا بېټنګ فیصله وکړه او ټول لوبغاړي يې په ۱۹۴ منډو جوړولو اوټ شول.

د نیپال ۱۹۴ منډو په ځواب کېد افغانستان راشد خان او جاوید احمدي لوبه پیل کړه، راشد خان په ۲۱ منډو او جاوید احمدي په ۲۶ رنزونو جوړلو اوټ شول. د دغې وروستو رحمت شاه او محمد نبي لوبه وړاندې بوتله او په خپل خپل وار يې ۴۶ او ۳۴ منډې جوړې کړې. د افغانستان لخوا غوره بېټنګ نجیب الله زدرانوکړه او ۴۹ منډې يې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو.

د هانګ کانګ نه د لوبې باېللو وروستو د افغانستان د کرکټ د لوبډلې کپتان راشد خان ویلي وو د نړیوال کپ له غوراوي سیالیو څخه لا وتلي نه دي او اوس هم چانس ورسره شته، چې کامیابي تر لاسه کړي.

له هانګ کانګ سره تر لوبې وروسته یوې خبري غونډې ته په وینا کې راشد خان وویل، چې په لوبډله کې یې د محمد شهزاد او اصغر ستانکزي د نشتوالي له کبله کمۍ محسوسېږي. راشد خان په مړاوي انداز وویل، داسې ښکاري چې هر یو څیز د دوی د توقع خلاف روان دی.

XS
SM
MD
LG