لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د ازادۍ ٩۴ ورځ ونمانځله


افغانستان ته د ازادۍ ورځ په موقع خپل پیغام کې د امریکې خارجه وزیر جان کېري وویل امریکا د افغانانو په ډول د هیواد د خپلواکۍ، د امن او پرمختگ د پاره خپله ژمنه تکراروي. هغه وویل څو واره افغانستان ته تللی دی او د افغانستان او امریکا تر منځ مظبوطه ملگرتیا او همکاري يي په خپلو سترگو لیدلې ده
افغانستان ته د ازادۍ ورځ په موقع خپل پیغام کې د امریکې خارجه وزیر جان کېري وویل امریکا د افغانانو په ډول د هیواد د خپلواکۍ، د امن او پرمختگ د پاره خپله ژمنه تکراروي. هغه وویل څو واره افغانستان ته تللی دی او د افغانستان او امریکا تر منځ مظبوطه ملگرتیا او همکاري يي په خپلو سترگو لیدلې ده
نن افغانستان کال ١٩١٩ کې د برطانيي د واک د ازادیدو ورځ ونمانځله او صدر حامد کرزۍ او د کابېنې غړو په دې لړ کې سرښار کابل کې په مختلفو دستورو کې برخه واخسته.
ښاغلې کرزي او د کابېنې غړو د استقلال ورځ په مناسبت په یو پوځي پریډ کې هم شرکت وکړو.
د برطانيي د واک د افغانستان د ازادۍ اعلان پخواني باجا غازي امان الله خان کړی وو چې د هیواد د خپلواکۍ د پاره يي برطانيي سره یوه معاهده لاس لیک کړه. سمدستي ورسته، برطانيي هم د افغانستان ازادي په رسمي توگه تسلیم کړه.
د ازادۍ ورځ نمانځلو د پاره د دستورو شورو دفاع وزارت کې د ٢١ توپو د سلامۍ نه وشوه.
صدر حامد کرزي د استقلال ورځ په مناسبت خپل پیغام کې د ازادۍ د پاره د قام د مشرانو قربانۍ وستائلې.
"نن موږ افغانان د خپلو پلرونو او نیکونو د هغو قربانیو یادونه کوو چې ۹۴ کاله د مخه یې د خپل استقلال د ګټلو لپاره ورکړې وې او په پوره وحدت او ورورولۍ یې په له خپل هېواد څخه پردي شړلي وو،" ښاغلي کرزي خپل بیان کې وویل.
افغانستان ته د ازادۍ ورځ په موقع خپل پیغام کې د امریکې خارجه وزیر جان کېري وویل امریکا د افغانانو په ډول د هیواد د خپلواکۍ، د امن او پرمختگ د پاره خپله ژمنه تکراروي. هغه وویل څو واره افغانستان ته تللی دی او د افغانستان او امریکا تر منځ مظبوطه ملگرتیا او همکاري يي په خپلو سترگو لیدلې ده.
جان کېري زیاته کړه افغانستان د زنانه ؤ د حقوقو، مطبوعاتو، اقتصاد، د صحت د خیر ښیگړې او تعلیم په مد کې ډیر پرمختگ کړی دی.
جان کیري د کال ٢٠١۴ هم ذکر وکړو کله چې به د امریکائي عسکرو په شمول خارجي ځواکونو نه افغانستان نه بیرته ستنیږي.
د جون د میاشت په ١٨ مه نیټه افغان ځواکونو د هیواد د امنیت ذمه وارۍ ترلاسه کړې دي او د حکومت مخالفینو خلاف د کاروایانو مشري کوي.
که څه هم نړي وال قوتونه باور کوي چې افغان ځواکونه د هیواد امنیت یقیني کولی شي، طالبانو یا نورو مخالفینو د حکومت خلاف د حملو لړۍ جاري ساتلې ده.
هم د ازادۍ د ورځ په موقع د افغانستان په ختیز کپیسا ولایت کې د سړک په غاړ بم چاؤدنه کې د پولیس څلور چارواکې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG