لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د هند په وړاندې سخته پیاوړې مقابله وکړه، لوبه مساوي شوه


د هند تکړه لوبغاړی، ام ایس دوني، یوازې اته منډې کړې وې چې جاوید احمدي یې ویکټه واخیسته
د هند تکړه لوبغاړی، ام ایس دوني، یوازې اته منډې کړې وې چې جاوید احمدي یې ویکټه واخیسته

د کرکټ د ایشیا کپ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان لوبډلې د هند په وړاندې یوه ډیره په زړه پورې او سخته مقابله وکړه، خو په پای کې لوبه برابره پای ته ورسیده. په دې لوبه کې د جدیجا د وروستي آور څلوریزې هند له ماتې وژغوره.

دا سیالي چې د ایشیا کپ یا آسیا جام په سوپرفور پړاو کې په دوبی کې ترسره شوه، هند وکړای شول په دویم میدان کې، د خپلو ټولو ١٠ لوبغاړو په سوځیدلو سره، په ٥٠ آورونو کې ایله ٢٥٢ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لوبغاړو په دواړو میدانونو کې داسې کاروایانې وکړې چې د هند ټیم یې تمه نه کوله. افغانستان په لومړي میدان کې هند ته د ٢٥٢ هدف وټاکه، چې دې هدف ته رسیدل، آسانه کار نه و.

په دویم میدان کې افغان بالرانو وکړای شول ټولټال ١٠ ویکټې واخلي. یاده دې وي چې په همدې څو تیرو ورځو کې هند یو ځل پاکستان په اتو ویکټو او بیا په نهو ویکټو وړی و. خو یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده چې د هند په ټیم کې نن د روهټ شرما او شیکر داون په څیر لوبغاړي نه و راغلي.

د نن ورځې د لوبې په سر کې، ټاس افغانستان وگاټه او د بیټینگ فیصله یې وکړه. که څه هم د ټیم د کپټان اصغر افغان په شمول، زیاتره افغان لوبغاړي په هیڅ او یا ډیرو لږو رنزونو اوټ شول، خو په لومړي میدان کې محمد شهزاد تر ټولو ښه وځلید.

شهزاد وکړای شول په نننۍ لوبه کې سینچري پوره کړي او ټولټال یې ١٢۴ منډې جوړې کړلې. هغه پخپل وار ١١ څلوریزې او ٧ شپږیزې ووهلې. په دې سره یې د افغانستان ټیم له مځکې رااوچت کړ.

له شهزاد وروسته، تر ټولو زیاتې منډې بیا، محمد نبي جوړې کړې. محمد نبي وکړای شول خپله پنځوسیزه پوره کړي او بیا په ٦۴ منډو اوټ شو.

په دویم میدان کې، که څه هم افغان لوبغاړو ونشو کولای چې پرله پسې ډیرې ویکټې وگټي، خو څنگه چې هند هدف ته نږدې کیده، نو د افغانستان بالرانو پر هغو لوبه تنگه کړله او په هر آور کې یې ډیرې لږې منډې ورکولې، په وروستي آورونو کې یې ویکټې هم پرله پسې واخیستې.

اوس دستي هند د ایشیا کپ په سیالیو کې تر ټولو نورو ډلو مخته دی. سبا د شورو/چارشنبې په ورځ به پاکستان د بنگله دیش په وړاندې لوبه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG