لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: ترڅو هند ته لاره ورنه کړل شي، افغانستان به د سیپک برخه نه جوړیږي


افغان صدر اشرف غنی او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي
افغان صدر اشرف غنی او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، هېواد به یې تر هغو پورې د چین-پاکستان اقتصادي لارې (سیپک) سره یوځای نشي ترڅو پاکستان په واګه او اټاري باندې افغانستان ته لاره ور نه کړي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې په نوي ډلي کې د ویکنندا په نامه د یوې نړیوالې ادارې په مرکز کې کړیدي.

غني دا هم ویلي دي چې پاکستان ته به له مرکزي اسیا سره تر هغو پورې د یوځای کېدو اجازه ور نه کړي ترڅو پاکستان هند ته د سوداګرۍ لپاره افغانستان ته لاره ورنه کړي.

دغه څرګندونې یواځې یوه اونۍ وروسته له هغو خبرو څخه شویدي چې په عمان کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د افغانستان د سولې لپاره شوې وې.

ولسمشر غني دا هم ویلي دي چې ترهګرو ته پټنځي، لوژیستیکي مرستې ، روزنه او مرکزونه ورکول کیږي نو ځکه د افغانستان غبرګون به د پاکستان ددغو اقدماتو په ځواب کې وي.

نوموړي د څېرنې یوې ادارې ته د خبرو پرمهال دا هم وویل چې پاکستان په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي او له اسلام اباد سره یې د سولې هڅې کومې پایلې نه لري.

(مونږ د خپلو هڅو سره سره له بده مرغه له پاکستان سره د سولې په بهیر کې پرمختګ وه نه لیده. مونږ سولې او خبرو اترو ته لاس اوږد کړ خو بیا هم له بده مرغه مونږ ته په ځواب کې جګړې او نا امنۍ زیاتې شوې.)

افغان ولسمشر همدارنګه د خپل هېواد لپاره د امریکا په نوې سټراټیژۍ کې هندوستان د ورکړل شوي رول هرکلی وکړ.

ښاغلي غني وویل د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د ادارې لخوا نوې جوړه شوې سټراټیژي په سیمه کې د لوبې د بدلیدو لپاره اغیزناکه ده ځکه پدې کې د سیمې حالاتو لپاره په هر اړخیزه توګه کتنه شوې.

اشرف غني له هند څخه یواځې یوه ورځ وروسته له هاغې لیدنه وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG