لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند له افغانستان سره د تازه پوځي مرستو ژمنه وکړه


هند فیصله کړې چې افغانستان ته به د څلورو نورو پوځي هیلي کاپټرو مرسته وکړي. دغه هیلي کاپټرې به، اېم آی ـ ٢٥ ډوله روسۍ توپداره هیلي کاپټرې وي او په څو میاشتو کې به د افغانستان په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب چې د جمعې په ورځ هند ته تللی و، هندي رسنیو ته ویلي چې ړومبی به دوه هیلي کاپټرې په مارچ میاشت کې کابل ته ورسیږي، او دوه نورې به یې د همدې کال په جون یا جولای میاشت کې افغانستان ته وسپارل شي.

هند تیر کال هم درې همدغسې جنگي هیلي کاپټرې افغانستان ته ورکړې. د افغانستان موسم ته په نظر کې نیولو سره، په راتلونکي پسرلي او اوړي کې، کله چې د طالبانو جنگیالي د نورو کلونو په څیر د جنگ لیکو ته راستانه شي، افغان پوځ به د هغو ټکولو دپاره دغو جنگي روسي هیلي کاپټرو ته اړتیا ولري.

په تیر یو کال کې، افغانستان خپلې ٩ هیلي کاپټرې له لاسه ورکړې چې زیاتره یې زړې شوې وې او له کاره ولوېدلې.

د هند او افغانستان ترمنځ تازه تماسونه

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو خبره توده ښکاري، افغان چارواکي له هندي چارواکو سره لیده کاته ډیر کړي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب، هند ته ولاړ او هلته یې له بیلابیلو چارواکو سره وکتل.

ښاغلي محب پخپل ټویټر پاڼه کې ولیکل:

"په هند کې مې له خپل سیال، د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال او نورو امنیتي چارواکو سره د سیمه ییز ثبات، د جمهوریت د ترقۍ، او د افغانستان د سولې د روانو هڅو او دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په اړه، گټورې ناستې درلودې."

که څه هم یوه ورځ مخکې تر هغه، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د هند په ترقیاتي منصوبو ملنډې وهلې وې، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب بیا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د هند د کردار ستاینه وکړه او اجیت دووال ته یې د افغانستان د امنیتي وضعې په هکله هم معلومات ورکړل.

د هند د خارجه وزارت په بیان کې راغلي چې په دې لیدنه کې، په هند کې د افغان ملي ځواکونو پر روزنې هم خبرې وشوې.

د هند مطبوعات د سرچینو له قوله لیکلي چې افغانستان هند ته ویلي که چیرته امریکایي ځواکونه له هغه ملکه بهر شي، نو افغان حکومت باید وکړای شي چې افغانستان وساتي. په مطبوعاتو کې دا هم لیکل شوي چې گني افغانستان هند ته د خپلو د پوځي غوښتنو یو لیست وړاندې کړی دی.

هند د سولې او ثبات د ټینگولو په برخه کې ژمنه کړې چې د افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکوي. د هند د ملي امنیت سلاکار، اجیت دووال ویلي چې ملک یې د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي کومې چې پخپله د افغانانو ترمشرۍ لاندې وي او د افغانانو په لاس کې وي.

ویل کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، خپل هندي سیال ته د کابل تگ بلنه هم ورکړې ده او اجیت دووال هغه منلې ده.

هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه ملگری هیواد دی چې تر اوسه یې د درې بیلینه ډالرو په ارزښت افغانستان سره امداد کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG