لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مامورین: په ننگرهار کې د داعش ١٣١ وسله وال وژل شوي


د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د داعش وسله والو لخوا د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرامنیتي پوستو د بریدونوله پیل راهیسې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې تر دې دمه ۱۳۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي
د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د داعش وسله والو لخوا د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرامنیتي پوستو د بریدونوله پیل راهیسې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې تر دې دمه ۱۳۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي

د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د داعش وسله والو لخوا د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرامنیتي پوستو د بریدونوله پیل راهیسې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې تر دې دمه ۱۳۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي دیکشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دافغان امنیتي ځواکونو لخوا په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله وال سخت ځپل شوي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

سلیم خان کندزي وویل"تر اوسه پورې چې کوم تلفات دښمن ته اوښتي ۱۳۱ کسان دښمن له منځه لاړ دي چې ۹۵ تنه په هوايي ګزارونو کې ۳۶ له امنیتي سرتیرو په جګړه کې وژل شوي او دښمن ته قوي ضربه رسیدلې ولې په عین حال کې مونږهم شهیدان لرو چې تقریبا ۱۲تنه شهیدان او ۸ تنه زخمیان لرو."

همداراز د ننګرهار والي هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر ولسي خلک له ځان سره بیولي وه.

بلخوا په ننګرهار کې د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد نیسم سنګین په کوټ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو لخوا داعش وسله والو ته دامنیتي پوستو د پریښود په غبرګون کې وویل "د ننګرهار شریفو خلکو ته ډاډ ورکوم ، د کوټ ولسوالئ پر ۹۰ سلنه خاوره حکومتي ځواکونه حاکمیت لري او په هغه لس سلنه سیمه کې چې داعش وسله وال په کې میشت ول او غوښتل یې نورې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي مونږ یې مخه نیولې ده او تراوسه یې هیڅ سیمه نه ده نیولې."

په همدې حال کې د ننګرهار امنیه قوماندان زړه ورخان زاهد په کوټ ولسوالۍ کې د کافي امنیتي سرتیرو د مو جودیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه ، دوه سوه امنیتي سرتیري چې په درندو وسلو سمبال دي، دسیمې د امنیت د تینګښت په هدف د کوټ ولسوالئ په اړوند سیمو کې ځای پر ځای کیږي.

امنیه قوماندان زړه ورخان زاهد په دې خبري کنفرانس کې وویل "د ولسوالئ داصلي تشکیل نه علاوه چې ملي او سیمه ییز پولیس دي ، تر دوو سو زیات پولیس په سقیله سلا ح راکت ، پیکا، داشکې اود کلاشینکوف سلاوو باندې مجهز کیږي ترڅو د سیمې امنیت خوندی کړي."

د یوبل خبرله مخې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلو ټه الوتکې په هوايي برید کې د ملاجنت ګل په نوم د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

داعش او وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

دافغانستان په ختیځ او شمال کې په داسې حال کې دناامنیو پیښې زیاتې شوي چې تیره ورځ دافغانستان ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي چې وسله والو مخالفینوته به ددې اجازه ورنه کړي چې خپلو هدفونو ته ورسیږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG