لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي افغانستان کې د داعش ٢٢ وسلوال وژل شوي دي


حبیب الرحمان د ازبکستان دی او ددې نه وړاندې یې د طالبانو او د اسلامک مومنټ اف ازبکستان سره تعلق پاتې شوی دی
حبیب الرحمان د ازبکستان دی او ددې نه وړاندې یې د طالبانو او د اسلامک مومنټ اف ازبکستان سره تعلق پاتې شوی دی

د امریکې خصوصي عسکرو د افغان ځواکونو په همکارۍ د ترهگرو په ضد عملیاتو کې د داعش ٢٢ وسله وال وژلي دي.

د امریکې پوځ د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د داعش خلاف دغه عملیات د اپرېل د میاشت په ١١ مه نیټه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د وسلوالې ډلې د یو مرکز خلاف ترسره شول.

د دې نه وړاندې د اپریل د میاشت په پنځمه نېټه د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د شمالي افغانستان د داعش کمانډر قاري حکمت الله ووژل شو چې د ډلې دپاره لوپه ضربه گڼل کیږي. د قاري حکمت الله د وژل کیدو ورسته مولوي حبیب الرحمان د ډلې په شمالي افغانستان کې مشر ټاکل شوی دی.

حبیب الرحمان د ازبکستان دی او ددې نه وړاندې یې د طالبانو او د اسلامک مومنټ اف ازبکستان سره یې تعلق پاتې شوی دی.

په افغانستان کې داعش د داعش خراسان د په نوم خپل فعالیتونه ترسره کوي.

امریکايي پوځ په خپل بیان کې وویل په جوزجان کې داعش د خپلو رهبرانو نه محرومه شوی دی. بیان وايي د سږ کال شروع راهیسې یې په جوزجان کې د داعش ٩٠ وسلوال وژلي دي چې زیاتره په درازب ولسوالۍ کې مېشته وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن دداعش خلاف روانو عملیاتو په اړه وویل چې ددې په نتیجه کې داعش د ماتې سره مخامخ شي.

جوزجان د مرکزي ایشیايي هېوادونو سره شریکه پوله لري او په افغانستان کې د داعش د زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه روس تشویش لري.

د امریکې پوځي مامورین په افغانستان کې د داعش په اړه د روس تشویش ردوي او وايي روس دداعش په اړه ځنکه خپله اندېښمني څرگندوي چې طالبانو سره خپل اړیکي خفیه وساتل شي.

افغان چارواکې وايي دا وخت په افغانستان کې د داعش د وسلوالو شمیره د ٢٠٠٠ ؤ نه کمه ده چې زیاتره د هېواد په ختیځو برخو کې د پاکستان کې د پولې سره نژدې وجود لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG