لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش راډیو بنده نه شوه، اوس د ورځې هم خپرونه لري


د خلافت راډیو پخوا هم سهارنۍ خپرونې لرلې، چې سهار اوه بجې به پیلېدې، خو درې میاشتې کېدې چې یوازې ماښامنۍ خپرونې یې وې
د خلافت راډیو پخوا هم سهارنۍ خپرونې لرلې، چې سهار اوه بجې به پیلېدې، خو درې میاشتې کېدې چې یوازې ماښامنۍ خپرونې یې وې

په ننګرهار کې د خلافت په نامه د داعش راډیو نه یواځې بنده نه شوه بلکه د ورځې لخوا یې هم خپرونې پېل کړې.

پخوا به دغې راډیو یواځې د شپې لخوا څو ساعته خپرونې درلودې، خو په ننګرهار ولایت کې خلک وايي دغه راډیو اوس د ورځې لخوا هم اوریدل کیږي.

د خلافت په نامه د داعش دغه راډیو اوس د ورځې له خوا یوه ساعته خپرونه پیل کړې ده.

د ننګرار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل "هو دغه راډيو د ورځې لخوا هم خپرونې پیل کړي دي، موږ څو وارې دغه راډيو له منځه یوړه، خو سیاره سټوډیو لري نو بیا یې فعالوي، موږ هڅه کوو چې بیا ځل دغه راډيو له منځه یوسو".

د جلال اباد ښار اوسېدونکی فقیر الله وايي چې د تېرو څو ورځو راهیسې د داعش ډلې د" خلافت" راډيو د ورځې له نهو بجو تر لسو بجو خپرونې پیل کړي دي.

هغه امریکا غږ ته وویل "د ورځې خپرونې یې یوازې په پښتو دي چې هره ورځ له نهو بجو نه تر لسو پورې وي او د ماښام خپرونې یې له شپږو نه تر اتو بجو پورې وي، هغې کې نیم ساعت پښتو او نیم ساعت دري خپرونه وي، خبرونه هم پکې وي".

د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید قیوم وايي "اوس یې خپرونو کې لږ تغیرات هم راغلي دي، اوس پکې تبلیغات بیخي زیات شوي دي. ماښام کې اول خبرونه وايي او د جمعې په ورځ " د څېړۍ د سیوري لاندې" په نوم مشاعره هم لري او هغه هم د حکومت او طالبانو پر ضد وي".

د خلافت راډیو پخوا هم سهارنۍ خپرونې لرلې، چې سهار اوه بجې به پیلېدې، خو درې میاشتې کېدې چې یوازې ماښامنۍ خپرونې یې وې.

د خلافت راډيو د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د ننګرهار په ولایت کې خپرونې پیل کړې چې څو واره دغه راډيو له منځه یوړل شوه، خو بیا به فعاله شوه. د دغې راډیو خپرونې د جلال اباد ښار سربیره د ننګرهار په اکثرو ولسوالیو کې اورېدل کېږي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څخه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG