لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکې وايي داعش په لسگونو ځوانان گمارلي دي


امریکايي او افغان ځواکونو په ورستي وختونو کې په اچین کې د داعش خلاف گڼ شمیر عملیات ترسره کړې دي
امریکايي او افغان ځواکونو په ورستي وختونو کې په اچین کې د داعش خلاف گڼ شمیر عملیات ترسره کړې دي

د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې چارواکو تشویش څرگند کړی دی چې د داعش وسله والې ډلې په لسگونو ځوانان گمارلي دي.

د ننگرهار ولایت د ځوانانود څانگې مشر مطیع الله احمدزۍ وی او ای ته وویل د ولسوالیو نه یې داسې رپورټونه ترلاسه کړې دي چې د بې روزگارۍ، غربت او ځان ته د خلکو د راجلب د کوښښونو په نتیجه کې گڼ شمیر ځوانان دغه ډلې ته ورغلي دي.

ښاغلي احمدزي وویل که چرې د ځوانانو دپاره بهتر موقعې برابر نکړی شوې نو نور ځوانان به هم داعش او نورو ډلو کې ورشامل شي.

حبیب الله قادري چې د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د ځوانانو د چارو مسؤل دی، وي او ای ته وویل یوازې په اچين کې په لسگونو ځوانان داعش ته ورغلي دي.

وي ای په ازاده توگه د دغو شمیرو تصدیق نشي کولی.

ښاغلي قادري وویل، "په تیرو دوو کلونو کې د حکومت د توجه د نشت والي په وجه د سلو نه زیات ځوانان د داعش په صفونو کې شامل شوي دي. دوی نه خو سکولونو او نه مدرسو ته رساي لري او بې روزگاره دي."

حکومتي چارواکي وايي دا شمیرې په حقیقت بنیاد نه لري.

د ننگرهار د والي ترجمان عطاالله خوگیاني وی او ای ته وویل د حکومت د پوهنې پروگرامونو په نتیجه کې په اچین ولسوالۍ کې ځوانان د حکومت د امنیتي ځواکونو حمایت کوي. ښاغلي خوگیاني وویل "دا خبر رېښتیا نه دی چې ځوانان د داعش په قطارونو کې شاملیږي."

د ننگرهگر ترڅنگ په کونږ ولایت کې هم داعش د ځوانانو د گمارلو خبرنه مخې ته راغلي دي.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي ډلې د جنگ په مېدان څه گټه نه ده ترلاسه کړې خو په لرې پرتو سیمو کې د ځوانانو د گمارلو هڅې کولی شي. د کونړ د ولایتي شورا غړي محمد ساپی وي او ای ته وویل، "زه ددې خبرې تصدیق کولی شم چې د ولایت په لرې پرتو سیمو کې وسله وال فعالیت لر‏ي."

افغان مامورینو ددې نه وړاندې ویلي وو چې په ننگرهار کې داعش ته ماتی ورکړی شوی دی. د ولایت والي یا گورنر گلاب مینگل وي او ای ته ویلي وو چې په اچین، کوټ او خوگیاني ولسوالیو کې داعش مرکزونه لرل خو افغان ځواکونو په عملیاتو کې لمنځه وړل شوي دي.

یادونه: دا خبرې د وي او ای اشنا څانگې خبریالانو ضیاالرحمان حسرت او زبیح الله غازي رالیږلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG