لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د امرالله صالح په کاروان بمي بريد کې لس ملکي وګړي وژل شوي


د افغانستان د چارواکو په وېنا په کابل کې نن سهار د مرستیال صدر امرالله صالح په کاروان بمي بريد شوی چې پکې نوموړی روغ وتی، لس ملکي وګړي پکې وژل شوي او 15 نور پکې ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين په پېښه کې د 10 تنو د وژل کېدو او 15 د ژوبلېدو ويلي دي.

طارق ارین ویلي بارودي چاؤدېدونکي مواد په ګاډۍ/ کراچۍ کې اېښودی شوی او هغه ورته چاؤدنه ورکړی شوې چې د امرالله صالح کاروان د دغه ځای څخه تېرېدو.

د ای پي خبري ادارې ترمخه طالبانو په بريد کې لاس لرل رد کړي او بل چا يې تراوسه زمه واري نه ده منلې.

د پېښې وروسته امرالله صحالح په خپله ټيلي ويژن ويلي چې هغه روغ دی.

نوموړی د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر هم پاتې شوی دی.

ولسمشر اشرف غني په امرالله صالح د بريد غندنه کړې او ویلي یې دي، "ترهګر او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هیواد روښانه راتلونکي چې زمونږ د هیوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د ترهګرو په وړاندې زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري".

پاکستان په ا مرالله صالح د بريد په کلکه غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG