لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل کې د داعش په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره ٨٠ ته رسېدلې


د شورو، چهارشنبې، په ورځ اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزات ترجمان نصرت رحیمي له قوله وویل چې ١٧ ملکي کسان چې د داعش په حمله کې زخمیان شوي وو په تېرو څو ورځو کې یې ساه ورکړې ده او دا رنگ د وژل شویو کسانو شمیره ٨٠ ته رسېدلې

په کابل کې د واده په یوه دستوره د داعش وسله والې ډلې په حمله کې د وژل شویو کسانو شمیره د ٦٣ نه ٨٠ ته رسېدلې ده.

د خالي، شنبې، په ماسخوتن دکابل په شپږمه ناحیه کې د واده په یوه دستوره کې ځانمرګي برید شوی و چې دافغان چارواکو په وینا۶۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۸۰ نه زیات نور ژوبل شوي وو.

داعش د حملې زمه واري په غاړه اخیستې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزات ترجمان نصرت رحیمي له قوله وویل چې١٧ ملکي کسان چې د داعش په حمله کې زخمیان شوي وو په تېرو څو ورځو کې یې ساه ورکړې ده او دا رنگ د وژل شویو کسانو شمیره ٨٠ ته رسېدلې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په حمله کې د جاني تلفاتو د زیاتېدو تصدیق په داسې حال کې کړی دی چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره د خبرو ورستۍ ناستې دپاره د دوحه ته رسېږي. ښاغلي خلیلزاد او هم طالبانو په مذاکراتو کې د پرمختگ خبره کړې ده.

طالبانو په کابل کې د حملې غندنه کړې ده. په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر د کابل حمله یو وحشیانه عمل بللی دی دافغانستان صدر اشرف غني ویلي چې طالبان د دې برید په غندلوځان ته برائت نه شي ورکولی.

افغان صدر د کابل حملې وروسته دا هم ویلي وو چې د ترهگرو ځالې او رېښې د پولې پورې غاړه دي. هغه د پاکستان نوم نه و اخیستی.

پاکستان د کابل حملې غندنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG