لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د داعش سره تړلې ډلې په کابل د راکټو حمله ومنله


په کابل د ارگ سره نژدې حمله په داسې مهال وشوه چې افغان صدر محمد اشرف غني په ارگ کې دلوی اختر په دستوره کې گډون درلود. په دې موقع جیګپوړي حکومتي چارواکي اودسیاسي ګوندونو مشرانوهم موجود وو

د داعش سره تړلې یوې ډلې د لوی اختر په ورځ د افغانستان په پایتخت کابل د راکټو د حملې ذمه واري په غاړه واخیستله.

دلوی اختر په لومړی ورځ دکابل ښار په لومړی امنیتی حوزې او اړوندو سیمو لس توغندي ولګیدل او همداراز دکابل دلومړي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو شمیر وسله وال یوې ودانۍ ته ورننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.

په کابل د ارگ سره نژدې حمله په داسې مهال وشوه چې افغان صدر محمد اشرف غني په ارگ کې دلوی اختر په دستوره کې گډون درلود. په دې موقع جیګپوړي حکومتي چارواکي اودسیاسي ګوندونو مشرانوهم موجود وو.

د راگټونو غږ په ارگ کې د صدر اشرف غني د وینا په مهال اوریدل کیدو او دې اړه یې وویل راکیټي بریدونه نه افغان ملت نشي تسلیمولی او د دې اعمالو ترسره کوونکی دې په خپلو کړونو له سره غور وکړي.

اشرف غني وویل "هغه کسان چې په وینې او توطیې باندې باورلري نن به هغسي اعمال وکړي چې دافغانستان د ولس ارامي په خطر کې واچوي او که دوی فکر کوي چې د راکیټوحملو لاندې دا ولس سرټیټوي بیا دې فکر وکړي ،دا ولس باشهامته، اوچت،او دریدلی ولس ده او همیشه به دخپل استقلال اود اسلامي عنعناتو نه دفاع وکړي."

د کابل د پولیس چارواکو په وینا د ښار په وړمبۍ امنیتي حوزه کې د امنیتي ځواکونو سره جگړه کې څلور وسلوال ښکیل وو. ورسته د افغانستان ددفاع وزارت تجمان نجیب دانش وویل ټول حمله کونکی ووژل شو. د افغان امنیتي ځواکونو دوه عسکر زخمیان وو.

د ایسوسي ایټډپرېس خبري ادارې ترمخه د داعش سره تړلې ډلې په کابل د راکټ حملې ذمه واري په غاړه واخیسته او وې ویل چې د حملې هدف صدارتي ماڼۍ وه. د ای پي په رپورټ کې د وسلوالې ډلې نوم نه و اخیستل شوی.

ای پي وویل وړمبی راکټ د ارگ سره نژدې ولگیدو، دویم راکټ د نیټو انگڼ او د امریکې سفارتخانې سره نژدې ولگیدلو خو څوک یې زخمیان نکړل.

په کابل حمله په داسې حال کې وشوه چې صدر اشرف غني د اختر په مناسبت طالبانو ته د اور بند وړاندیز کړی و.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي تر څنگ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په کابل د حملې غندنه وکړه.

د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازي په هېواد کې د اختر په موقع د امن غږ وکړو. تدامیچي یاماموتو وویل "زه د جگړې ټولو فریقینو ته خواست کوم چې د روغ نیتۍ څرگندونه دې وکړي، د خوشۍ او د زغم په موقع دې د تشدد نه لاس واخلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل په کابل د راکټو حمله شکست خورده ذهنیت ښکاره کوي.

د طالبانو مشر مولوي هېبت الله د اختر په مناسبت خپل پېغام کې ویلي ترڅو په افغانستان کې "خارجي اشغال گر" موجود وي په هېواد کې امن نشي راتلی.

بلخوا، د روس خارجه وزیر ویلي په اینده میاشت کې د افغانستان د امن په موضوع په ماسکو کې کېدونکي غونډه کې د گډون دپاره طالبانو د روس بلنه منلې ده.

د روس خارجه وزیر سرگی لاوروو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل طالبانو ته د سپټمبر په څلورمه نیټه کېدونکو خبرو بلنه ورکړی شوي وه منلې یې ده.

XS
SM
MD
LG