لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل د طالبانو ځانمگري حملې ٧ کسان وژلي


په ماسکو کې د روس خارجه وزارت ویلي د سفارتخانې په سفارتي عمله کې چا ته څه زیان نه دی رسیدلی. وزارت ویلي په کابل کې د سفارتخانې امنیت به نور سختوي
په ماسکو کې د روس خارجه وزارت ویلي د سفارتخانې په سفارتي عمله کې چا ته څه زیان نه دی رسیدلی. وزارت ویلي په کابل کې د سفارتخانې امنیت به نور سختوي

د افغانستان په سرښار کابل کې د روس سفارتخانې سره نژدې د یو شخصي ټیلي وژن په بس د طالبانو په ځانمرگي حمله کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

طالبانو د شورو، چارشنبې، په ورځ شوي حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د امریکې خبري ادارې ایسوسي ایټډ پریس کابل د پولیسو مشر جنرل عبدلارحمان رحیمي له قوله ویلي بم چاودنه کې اووه ملکي کسان وژل شوي دي چې دوه پکې زنانه دي.

ددې نه وړاندې صحت د وزارت یو چارواکې محمد اسماعیل کواسي وي او ای ته په چادونه کې د څلورو کسانو د وژل کیدو او د ٢٨نورو کسانو د زخمي کیدو تصدیق کړی و.

د حملې ښکار بس د طلوع ټیلي وژن و او هم ددې چینل کامندان پکې سواره وو.

مطبوعاتو ته په خپل بیان کې طالبانو د طلوع په بس د ځانمرگي حملې ذمه وا‏ري ومنله. او په چینل يي د نورو خبرو ترڅنگ په طالبانو د ملنډو کولو الزام ولگولو.

په ماسکو کې د روس خارجه وزارت ویلي د سفارتخانې په سفارتي عمله کې چا ته څه زیان نه دی رسیدلی. وزارت ویلي په کابل کې د سفارتخانې امنیت به نور سختوي.

مقامي مطبوعات وايي د بم هدف د یو شخصي ټیلې وژن بس وو چې پکې د ټي وي عملې سفر کولو. د سماجي روابطو په ویب پاڼو د بم چاودنې د ځائې تصوېران ښي هلته نه لوگی پورته کیږي.

په سمدستي توگه د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو شک په طالبانو کولی شي. په ورستیو ورځو کې طالبانو په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې حملې کړې دي.

په عین حال کې په کابل کې د امریکې سفارتخانې په یو بیان کې ویلي مسلح ډلې د کابل په شهرنو برخه کې په یو داسې هوټل یا مهمانخانه حمله کولی شي چرته چې خارجي وگړي په زیاته شمیره کې موجود وي. سفارت امریکائي شهریانو ته خبرداری کړی چې د افغانستان امنیتي وضعه په انتهائي توگه بې ثباته ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG