لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو د څار د تنظیم پر وروستي بیان، په افغانستان کې پراخ غبرگونونه


اسدالله خالد باندې څو کاله مخکې یو ځانمرگی برید وشو چې په کې سخت ټپي شوی و
اسدالله خالد باندې څو کاله مخکې یو ځانمرگی برید وشو چې په کې سخت ټپي شوی و

پس له هغه چې د بشري حقونو د څار د تنظیم یو چارواکي، د افغانستان د نگران دفاع وزیر اسدالله خالد په اړه یوه لیکنه خپره کړه او هغه کې یې خالد د بشري حقونو په خلافکارۍ تورن کړ، په افغانستان کې د دې بیان په وړاندې پراخ غبرگونونه راوپاریدل.

د افغانستان د مشرانو جرگې (سنیټ) مشر، فضل هادي مسلمیار د بشري حقونو د څار پر تنظیم انتقاد وکړ او ویې ویل چې که چیرته د یاد تنظیم دا بیان پې پرې نه و، نو ولې اوس خپور شو او ولې لس کاله مخکې نه خپرېده.

د مشرانو جرگې رئیس او سنیټرانو وویل چې هغوی د دفاع وزارت د مشرتابه ملاتړي دي.

بل پلو د ولسي جرگې د شکایتونو د اورېدلو کمیشن هم د بشري حقونو د څار پر دې بیان نیوکه کړې او پر اسدالله خالد باندې لگول شوي تورونه یې رد کړل.

د یاد کمیشن مشر، عبیدالله بارکزي، آزادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی خالد یو پر هیواد میئن ملي شخصیت دی.

د بشري حقونو د څار د ادارې یو مشر، برډ آډمز په خپل بیان کې لیکلي چې اسد الله خالد چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ملي امنیت ريیس او د ملکي ادارو چاوراکی پاتې شوی، د خپلې دندې پرمهال یې په جنسي ځورونې او همداراز په شکنجو ورکولو کې لاس درلود.

داسیايي هیوادونو لپاره د بشر حقونو مشر برډ اډمز زیاته کړې چې اسدالله خالد به د خپلې دندې پر مهال په شخصي زندانونو کې د محکمې پرته خلک شنکجه کول، د میرمنو او انجونو په جنسي ځورونو کې اود بندیانو په غیبولو کې ښکیل پاتې شوی.

د دې تورنو دسپانوي په هدف مو دفاع وزارت له ویاند سره اړیکه ونیوله خونوړي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خوله خپله اسدالله خالد څخه دنظر په ترلاسه کولو ونه توانیدو.

بل پلو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشرحقونو دخوندیتوب لپاره د عدالت په پلي کیدو ټینګار وکړ.

د بشري حقونود خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي د ۲۰۰۲ م کال وروسته په افغانستان کې له بشري حقونوڅخه ګن شمیر د اندیښنې وړ د سرغړونو پیښې رامنځته شوي دي.

نوموړی وايي په دې بشري سرغړونوکې افغان حکومت کې شامل او بهرچارواکي زورواکي او وسله وال مخالفین په مسقیمه توګه ښکیل دي.

بلال په خاصه توگه د اسدالله خالد یادونه ونه کړه، خو ویې ویل: "زمونږ غوښتنه دا ده چې د عدالت انتقالي د پروسې پراساس د ۲۰۰۲ م کال راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو قضیې په هراړخیزه توګه وڅیړل شي او هرڅوک چې د بشري حقونو په سرغړونه کې ګرم وي، له دوی نه دې پوښتنه وشي ترڅو عدالت تامین شي."

په نړیوالو چاروکې سیاسي څیړونکی یونس فکور وايي د افغانستان د دفاع وزارت پر نگران وزیر باندې لګیدلي تورونه سیاسي موخې لري.

نوموړي زیاته کړه چې اسدالله خالد د افغانستان ملي ګتو ته ژمن چارواکی پاتې شوی او له همدې امله اوس هڅه کیږي چې د نوموړي انګیزې اوشخصیت ته زیان ورسیږي.

اسدالله خالد څو کاله مخکې په یو ځانمرگي برید کې سخت ټپي شو. هغه د طالبانو خلاف یو کلک جنگیالی گڼل کیږي او کله چې د دفاع وزارت وروسپارل شو، نو په څرگنده یې وویل چې هغه کسان چې سوله نه کوي، وبه وژل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG