لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان چارواکي: په کندهار کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله یوولس کسان وژل شوي


د افغانستان د کندهار ولایت چارواکي وایي، په هغه ولایت کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله، لږ تر لږه یوولس کسان چې په یو ټرک گاډي کې سپاره و، مړه شوي دي.

په کندهار کې د پوځ یو نایب ویاند، احمد صادق عیسی د گل/دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا چاودنه په خاکریز ولسوالي کې شوې او شاوخوا ٣٥ کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

همدا راز د کندهار د ولایتي شورا یو غړي، یوسف یونسي بیا ویلي چې په وژل شویو کسانو کې، ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د دغو ښځو او ماشومانو شمیر څومره دی.

یونسي زیاته کړې چې د ځینو زخمیانو حالت ډېر خراب دی. د هغه وینا ده چې د چاودنې ټول قربانیان، د یوې کورنۍ غړي او د هغو نږدې رشته داران دي چې ټولو یې غوښتل یو زیارت ته ولاړ شي.

په خاکریز ولسوالۍ کې د نننۍ چاودنې ذمه واري، هیچا تر اوسه پر غاړه نده اخیستې، خو د ولایتي شورا غړي، یوسف یونسي طالبانو ته گوته نیسي، ځکه په کندهار کې طالبان پر امنیتي ځواکونو باندې د برید دپاره، اکثره د سړک غاړې بمونه ږدي.

په کندهار کې د پوځ یو نایب ویاند، احمد صادق عیسی بیا وایي: "پوځ په خاکریز کې، یوازې یو گرځنده کلینیک لري، او اوس مهال هغوی کوشش کوي چې زخمیان د نورې درملنې دپاره، د کندهار حوزوي روغتون ته ورسوي."

د تشدد دغه پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې امریکا په افغانستان کې د خپل اتلس کلن اوږد جنگ د ختمولو دپاره هڅې گړندۍ کړې دي.

تیره هفته د قطر په سرښار، دوحه کې هم بین الافغاني کنفرانس ترسره شو او برخه والو یې، چې طالبان هم پکې شامل و، د یو پرېکړه لیک په منظورولو سره د سولې پر راتلو او د عامو وگړو د مرگ ژوبلې پر مخنیوي ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG