لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د کندز په جګړه کې څلور طالبان او ۱۵ افغان عسکر وژل شوي


د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په کندز نښتې یوه ورځ وړاندې شوي دي
د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په کندز نښتې یوه ورځ وړاندې شوي دي

د افغانستان په کندز ولایت کې د امنيتي ځواکونو او د طالب وسله والو په جنګ کې افغان دفاع وزارت ویلي ۱۵ وسله وال او څلور عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په کندز نښتې یوه ورځ وړاندې شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي په کندز کې امنیتي سرچینو د نوم څرګندولو په شرط ویلي په جګړه کې ۲۵ افغان ځواکونه وژل شوي دي. سرچینو وویل طالبانو دوه امنیتي پوسټونه هم ونیول چې وروسته یې ورته اور ورواچولو.

په سیمه کې د جګړې تفصیلات په ازاده توګه د پخلی ممکن نه وه او نه هم دا معلومه وه چې امنیتي عسکرو ته د تلفاتو په اړه د دفاع وزارت او د کندز سرچینو بېلې بېلې شمېرې په څه بنیاد وړاندې کړې دي. د وي او ای رپورټ وايي د ولایت دغه سیمه د طالبانو په قابو کې ده.

د ولایتي شورا غړي غلام رباني هم ویلي چې په جګړه کې ۲۵ امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کندز کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د جګړې تصدیق وکړو خو تفصیلات یې شریک نه کړل.

په کندز کې د ورستۍ جګړې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې افغان حکومت او طالبانو په قطر کې د سولې خبرې شروع کړي دي.

د وي او ای رپورټ‌ وايي په بېن الافغان مذاکراتو کې تراوسه څه لوې پرمختګ نه دی شوی.

په قطر کې بېن الافغان مذاکرات تېر کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې په بنیاد شروع شوي دي.

د معاهدې ترمخه امریکا او نېټو به د ۲۰۲۱ د می د میاشت پورې د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او طالبان به دا خبره یقیني کوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او د نورو ملکونو خلاف ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي.

طالبانو سره د معاهدې دلاندې امریکې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو تعداد ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.

د افغان حکومت د غوښتنو باوجود طالبانو ډزبندې ته غاړه نه ده اېښودي.

په افغانستان کې د دوامدارې بې امنۍ په اړه ملګرو ملتونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو کتنه کې وویل چې د کندز په شمول په اووه ولایتونو کې د تازه جګړو دلاسه په زرګونو افغانان بې کوره شوي دي.

سېو دي چلډرن نومې امدادي ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې د ۱۸ مېلین نه زیات افغانان مرستې ته اړتیا لري چې پکې نهه اشاره اووه مېلین ماشومان شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG