واشنگټن —
د افغانستان په لغمان ولایت کې د موټر بم چاودنې په نتیجه کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او ٢٦ نور کسان زخمیان دي.
اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د لغمان والي ترجمان اسدالله دولتزۍ له قوله ویلي چاودنه د لغمان په علشسنگ ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د مرکز سره نژدې شوې ده.
په زخمیانو کې ٢٠ ماشومان او شپږ امنیتي مامورین شامل دي.
ښاغلي دولتزۍ وویل ماشومان د چاودنې ځای سره نژدې په یو جومات کې وو او قران یې ویلو چې چاودنه وشوه او دوی زخمیان شول.
د وي او ای اشنا څانگې په خپل رپورټ کې وویل طالبانو د برید ذمه واري په غاړه اخیستې ده.