لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې په دوو چاودنو کې  ۱۲ کسان وژل شوي


د پکتیا د پولیس په ولایتي مرکز کې یوې سرچینې وي او ای ته وویل چې د سید کرم ولسوالۍ د پولیس مشر همایون همت د طالبانو د حملې دلاندې یو چېک پوسټ ته روان و چې په موټر یې د لېنډ ماین چاودنه وشوه
د پکتیا د پولیس په ولایتي مرکز کې یوې سرچینې وي او ای ته وویل چې د سید کرم ولسوالۍ د پولیس مشر همایون همت د طالبانو د حملې دلاندې یو چېک پوسټ ته روان و چې په موټر یې د لېنډ ماین چاودنه وشوه

د افغانستان په کندهار او پکتیا ولایتونو کې د ځمکني بمونو چاودېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي. د کندهار په چاودنه کې څلور کسان زخمیان شوي هم دي.
د کندهار پولیس ترجمان جمال بارکزي وی او ای ته وویل دغه چاودنه په ارغستان ولسوالۍ کې د شورو، چهارشبې، په ورځ شوه او په چاودنه کې مړه او زخمیان په یو موټر کې سواره وو.

د وی او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ارغستان د پاکستان د پولې سره نژدې ولسوالي ده چې ناارامه ګڼل کیږي او په تېره هفته کې پکې د ماینو وړو چاودنو کې ۱۰ نور کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو دفتر یوناما په طالبانو غږ کړی چې لېنډ ماینونه دې نه استعمالوي ځکه چې زیات نقصان ملکي خلکو ته رسوي.

او د نهې، سه شنبې، په شپه په پکتیا ولایت کې د لېنډ ماین په چاودنه کې د سید کرم ولسوالۍ د پولیس مشر او د هغه محافظ ووژل شو.

د پکتیا د پولیس په ولایتي مرکز کې یوې سرچینې وي او ای ته وویل چې د سید کرم ولسوالۍ د پولیس مشر همایون همت د طالبانو د حملې دلاندې یو چېک پوسټ ته روان و چې په موټر یې د لېنډ ماین چاودنه وشوه.

طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په عین څال کې د کابل کې په يو جومات کې دننه چاؤدنه شوې چې پکې د جومات امام او بل تن وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. د وي او ای اشنا په خبرکې ويل شوي په جومات کې ځانمرګی بريد شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت وياند طارق ارین ويلي په وزير اکبر خان روډ په جومات کې چاؤدنه تېر ماښام هغه وخت شوې چې خلک نمانځته ته راټول شوي وو.

د بريد زمه واري چا نه ده منلې خو په وروستيو کې په کابل کې د بريدونو زمه وارۍ داعش منلي او په جوماتونو کې يې بريدونه هم کړي دي.

د ای پي د خبر ترمخه په جومات بريد کې ملا محمد اياز نيازی او بل تن وژل شوي دي، ارين ويلي نيازی ژوبل شوی او بیا يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پېښه کې وژل شوی محمد اياز نيازی ياد ديني عالم او او په کابل پوهنتون کې د اسلامي قانون په څانګه کې پروفېسر ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG